پر پوځ نیوکه کېږي چې د دې هېواد د بودیجې (بجټ) څلورمه برخه خوري؛ خو په ښوونې او روزنې (تعلیم و تربیه) او روغتیا لپاره له دوه فیصده هم کمې پیسې لګول کېږي.
د پاکستان په اسلام اباد کې مېشت سیاسي فعال او کار کوونکي جهانګیر اختر وايي، دی به د دې هېواد د خراب حکومت پر ضد د نه خوړلو هړتال د روژې تر پای ته رسېدو وروسته پیلوي.
نوموړی وايي د هغه د نه خوړلو د دې احتجاج مقصد په پارلېمان کې د اداري فساد د قانوني لاسوند (بل) راوړل، او د پاکستان په پوځي لګښتونو کې د کمي راوستو هلې ځلې کول دي.
مشال راډیو له جهانګیر اختر پوښتنه وکړه چې په هیند کې د انا هزارې له لارې خو نه دی متاثره شوی؟
ده په ځواب کې وویل: (( هو تر څه حده پورې دا خبره نا سمه نه ده؛ خو ما د نه خوړلو د هړتال اعلان شا و خوا یوه میاشت وړاندې کړی وو. بیا د روژې د میاشتې له راتګ سره مې خپل هړتال وځنډاوه او د سپټمبر د میاشتې دولسمه مې د دې لپاره وټاکله. همدا راز، په هیند کې چې د درغلۍ پر ضد اوس هلې ځلې روانې دي هغه به موږ په پاکستان کې کوو.))
د جهانګیر اختر په اړه رپورټ دلته اورېدای شئ.
تر انا هزارې وروسته د پاکستان جهانګیر اختر
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
تر انا هزارې وروسته د پاکستان جهانګیر اختر
له جهانګیر اختره مو وپوښتل چې ایا په هیند کې د حکومت د درغلیو پر ضد له انا هزارې سره چې اوس په زرګونو خلک ولاړ دي، نو په پاکستان کې به له تاسې سره هم دومره خلک را پاڅي؟
دی وايي: ((که چېرې د پاکستان رسنۍ له ما سره مرسته وکړي، نو په هیند کې چې له انا هزارې سره څومره خلک ولاړ دي نو تر هغې به له ما سره زیات وي؛ ځکه چې د هیند پرتله په پاکستان کې درغلي او اداري فساد (کرپشن) زیات دی او دلته حالات ډېر خراب دي.))
جهانګیر اختر وايي په پاکستان کې پوځ، چې تر ازادۍ وروسته یې په دې هېواد کې تر نیمايي زیات وخت لپاره واکمن پاتې شوی دی، تر دې وروسته بیا تر انتقاد لاندې راغلی دی.
دی وايي پر پوځ نیوکه کېږي چې د دې هېواد د بودیجې (بجټ) څلورمه برخه خوري؛ خو په ښوونې او روزنې (تعلیم و تربیه) او روغتیا لپاره له دوه فیصده هم کمې پیسې لګول کېږي.