له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال ډاکتر اتل احمد زي وویل د اپین له کاروباره تر لاسه کېدونکې له ۹۵ فیصده زیاته ګټه له افغانستانه د باندې ځي.
له اتل احمد زي سره بشپړه مرکه دلته اورېدای شئ:
له ډاکتر اتل احمد زي سره مرکه
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
له ډاکتر اتل احمد زي سره مرکه
احمد زی وايي په دې ټول عمل کې کروندګر تر ټولو زیات ځپل کېږي او هیڅ ګټه ور ته لاس ته نه ورځي.
د ده په خبره، د حکومت، نړیوالو ادارو او نورو هېوادونو ټولو پرتله، تر ټولو زیات بزګر وايي چې تاریاک دې نه کرل کېږي. ځکه چې بزګران د اپینو په دې کار و بار کې سخت نیول شوي او ګېر دي.
افغان څېړونکی، لیکوال او په کابل کې د بشري پرمختګ د دفتر پخوانی مرستیال مشر ډاکتر اتل احمد زی د یوې غونډې پر مهال.
په خپل رپورټ کې اتل احمد زي ویلي بزګران د خپل ژوند تېرولو لپاره له ځمکوالو یا د اپینو له قاچاقبرانو پیسې اخلې چې دې ته سلام ویل کېږي او بیا چې فصل یې و شي نو دا پور پرې کوي.
اتل احمد زی وايي که چېرې کروند ګر دا پور خلاص نه کړای شي نو مجبوراً بیا خپلې کم عمره لوڼه خرڅوي.
د اپینو دهقان د تاریاکو په کاروبار کې یرغمال شوی دی ، نو د دې کاروبار تر شا څوک کېدای شي؟ اتل احمد زی وايي دا ډېره حساسه موضوع ده او له افغانستانه د باندې په دې کې لویې ادارې ککړې دي.
اتل احمد زی وايي د اپینو کاروبار او کښت نه یواځې اقتصادي، او سیاسي ستونزې پیدا کړې دي بلکې افغاني ټولنې او د دې ټولنیز جوړښت ته یې هم لوی زیان رسولی دی.
په رپورټ کې ویل شوي هغه نجونه چې د اپینو د کار و بار په سلسلې کې خرڅې کړل شوې دي نو د هغوی ژوند انتهايي خراب دی او ډېرو کسانو ویلي دا ښځې په ټولنه کې هیڅ مقام او درناوی نه لري.