د امريکا مرستيال ولسمشر جو بائيډن چين ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې د نړيوال اقتصاد لپاره د چين همکاري ډيره مهمه ده.
بائيډن به د چين مرستيال ولسمشر ژي جين پينګ سره په مختلف معاملاتو چې د امريکا د پورونو بحران هم پکې شامل دي خبرې وکړې. داسې رپوټونه دي چې ښايي مرستيال ولسمشر جين پينګ راتلونکې کال د ولسمشر هوجېن تاو ځای ونیسي.
د امريکا چارواکي وايي چې بائيډن به د امريکا يي خسارې کمولو په اړه په حکومتي پلان خبرې وکړې چې د چين اندېښنې کمې کړي.
دا وخت امريکا تر ټولو زيات د چين پور وړې ده چې ټوله قرضه ۱.۱۷ ټریلیونه ډالر ته رسېږي ، او چين د امريکا د پورنو بحران او د ايجنسي لخوا د پورونو د اخستو اعتبار کې په کمي اندېښنه ښودلې ده.

چارواکي زياتوي ، بائيډن پلان لري چې په چين د اقتصادی اصلاحاتو پر راوستو زور راوړی چې د خپلې سیکې یا کرنسۍ بيیه جګول، اقتصاد کې په برامداتو انحصار کمول او دبشری حقوقو خوندی ساتل دي.