د سوات د سکولونو وداني (روښانه مستقبل)

سوات: د خیبر پښتونخوا د سوات په مینګورې کې کار کوونکي یو سکول بیا ودانوي. ۲۰۰۹ کال

د پاکستان خیبر پښتونخوا صوبه اول ترهګرۍ، او بیا خونړیو سېلابونو ډېر ځپلې وه.

که یوې خوا ته حکومت، او ولسي خلکو د دې دواړو آفتونو (ناورینونو) ښه په مېړانه مقابله وکړه؛ نو بلې خوا ورسره نړیوالې مرستې په پوره توګه روانې دي.

د دې مرستو زیاته برخه، تعلیمي نظام ته، چې تر ټولو زیات متاثره شوی دی، ورکول روان دي.

په دې لړ کې د روښانه مستقبل کوربه، منور شاه، دا ځل په ملاکنډ ډیويژن کې، د تعلیم په برخه کې، د امریکا د نړیوال پرمختګ لپاره د ادارې یو ایس اې آی ډي، پروګرام ته کتنه کړې ده.

دا خپرونه تاسې له مشال راډیو د هر زیارت او جمعې په ورځ اورېدای شئ.

خپرونه لاندې، او د پاڼې چپې خوا ته پر ورکړل شویو ځانګړیو غږیزو ځایونو کې اورېدای شئ.

روښانه مستقبل له منور شاه سره

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

روښانه مستقبل له منور شاه سره