د برتانيیا وزيراعظم ډېویډ کيمرون له هغي روسته خپله روخصتي لنډه کړي او هيواد ته ستون شوي چي په لندن کې په دريمه ورځ هم بلوې دوام لري.
پر دې مهال شوکې هم شوې دي او بدنظمي هم را منځ ته شوې ده. بي بي سي هغه مناظر ښودلي چي په کي ځوانان د دکانونو کړکۍ ماتوي ، سامانونه ترې لوټي او په محاصره کونکیو پوليسو باندې د کاڼو او بوتلونو ګزارونه کوي.
د کرايډون په سيمه کي لوی اور لګول شوی . د يوي اونۍ راهیسي د لندن په ځینو سيمو کي شورو شوي بغاوت او د شوکې او لوټ په کاروايانو کي پوليسو تر دې دمه څه باندي يو سل او شپيته کسان نيولي دي.