د اسراییل و لبنان پر پوله ډزې

اسراییلي او لبناني سرتېرو د دواړو هېوادونو پر پوله نن پر یو بل ډزې کړې دي.

دواړو پوځونه پر یو بل تور پورې کوي چې د پېښې لپاره پړ دي. اسراییلي پوځ وايي لبناني سرتېري پر هغو اسراییلي پوځیانو ډزې وکړې چې پر پوله یې د حصار د لګولو کار کاوه. تر دې وروسته اسراییلي پوځیانو هم ځوابي ډزې وکړې. د لبناني پوځ یو چارواکی بیا وايي دوی یواځې هغه مهال ډزې کړې دي چې اسراییلي پوځیان له پولې ور اوښتي ول. په پېښه کې د مرګ ژوبلې خبر نشته.