د خیبر پښتونخوا حکومت د ډاکټرانو په تنخا ګانو کې د زیاتوالي پریکړه کړې ده . د پریکړې سره سم اوس د نویو ډاکټرانو تنخا به اوس دوه څلویښت زره روپۍ وي چې پخوا دوه ویشت زره روپۍ وه .
د پښتونخوا د روغتیا وزیر ظاهرشا وايي، دوی ځکه د ډاکټرانو تنخا زیاته کړه چې هغوی په سرکاري روغتونونو کې د ولس ښه خدمت وکړي.
دپښتونخوا د روغتیا وزیر وايي، لرې پرتو غرییزو سیمو کې د هسپتالونو لپاره یې په سلګونو نوي ډاکټران ټاکلي دي.
ډاکټران وايي د حکومت دا ګام بې مثاله دی ، تر دې وړاندې ډاکټرانو ته دومره پام لرنه چا نه وه کړې.