خلک په چنده دچمن کوټې لاره جوړوي

پر کوټه چمن لویه لاره د ګاډو کاروان



په بلوچستان کي د کوټي او چمن تر منځ لویه لار له څه مودې څخه خرابه ده.په دې لړ کې خلکو د حکومت قول او وعدې شا ته پرې ایښې دي او پخپله یې د چندې یو کمپین پیل کړۍ،چې سړک پخپله جوړول کړي.

بلوچستان په پاکستان کې یوازنۍ صوبه ده چې د اسمبلۍ څه نا څه ۹۰ فیصده غړي یې وزیران دي.خو د خلکو شکایتونو ته په کتو سره داسې ښکاري چې له حکومته ناامېدي په زیاتېدو ده.