په کلاچي او ملتان کې پر پولیس برید نهه تنه مړه او ګن ژوبل


د پنجاب صوبي په ملتان ښار کي پر يوي پوليس چوکۍ بمي بريد شوی چې پکي درې اهلکار ژوبل شوي دي.

د مشال ريډيو خبريال ته د ريسکيو چارواکو ويلي بم له چوکۍ سره نږدي يو ولاړ موټر سايکل پوري تړل شوي وو. د پېښي په اړه د ملتان د پوليسو مشر وايي ، بم په موټر سايکل کي ايښودل شوي وو د چاودني وروسته د چوکۍ ديوال راپريوتو چي په د پوليس درې تنه ژوبل شو.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځ ته شوی چې د خیبر پښتونخوا په ډيره اسماعیل خان کی د پولیسو پر یوه تاڼه ځان مرګي بریدونه وشول چې پکې نهه تنه پولیس او یو ولسي کس ووژل اوشپږ تنه نور ټپیان دي.

دا پیښه تیر مازیګر په کولاچي سیمه کی رامنځ ته شوې وه.

په ډیره اسماعیل خان کی د پولیسو یو افسر د پیښی په اړه وویل ، چې برید کوونکیو پر تاڼې له برید وروسته ټول عمله یرغمل کړه او شاوخوا څلور ساعته یې مقاومت وکړ.

تحریک طالبان پاکستان د برید پړه منلی او دا یې په دې هیواد کې د القاعده ډلې دمشر اسامه بن لادن د وژل کیدو د غچ اخیستو په لړ کې د بریدونو لړۍ بللې.