اسامه، حرکت المجاهدین او د پاکستان استخباراتي اداره

اېبټ اباد: اسامه بن لادن ټیلي وېژن ته ناست دی او خپل یو پیغام ګوري. نوموړی د مې په دویمه نېټه په اېبټ اباد کې ووژل شو. د هغه له کوټې د تر لاسه شویو مالوماتو په اساس دي نیویارک ټایمز په خپله مقاله کې لیکلي چې د ټیلي فون رېکارډ ښيي اسامه له حرکت المجاهدین ډ

ژباړه: بوریوال کاکړ، مشال راډیو
سرچینه: دي نیویارک ټایمز


امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز په یوه مقاله کې لیکلي دي چې د پاکستان د ایبټ اباد په ښار کې، د اسامه بن لادن له کوره د ترلاسه شویو موبایل ټيلیفونونو ریکارډ دا ښيي چې د هغه په پاکستان کې له اورپکې ډلې سره اړیکي ول، او هغه دا ډله د خپلې مرستې او ملاتړ لپاره کاروله.

ورځپاڼه نیو یارک ټایمز د امریکايي چارواکو له خولې لیکي: ((د هغه ډاکي چې اسامه بن لادن پر باور درلود او له هغه سره یو ځای ووژل شو، له موبایله په پاکستان کې د مېشتې اروپکې ډلې حرکت المجاهدین، د ټيلیفون نمبرونه ترلاسه شوي دي.))

ورځپاڼه د امریکايي چارواکو او شننونکو له خولې لیکي: (( له دې داسې ښکاري چې اسامه بن لادن دا ډله په پاکستان کې د خپلو مرستو لپاره کاروله.))

ورځپاڼه لیکي ، د ټيلیفون دې شمېرو داسې پوښتنه هم راپورته کړې ده چې، ایا دې ډلې او داسې نورو کسانو خو د پاکستان د استخباراتي ادارې په لارښوونه اسامه بن لادن ته پناه نه وه ورکړې؟ دا ځکه چې د پاکستان استخباراتي اداره د حرکت المجاهدین ډله له تېرو شلو کالونو راهيسې څاري او اجازه یې ورکړېده چې په پاکستان کې خپل فعالیتونه وکړي.

نیویارک ټایمز د لوړپوړو امریکايي چارواکو له خولې لیکي: ((د دې موبایل له ریکارډه مالومېږي چې د حرکت المجاهدین کمانډرانو د پاکستان استخباراتي چارواکو ته ټيلیفونونه کړي ول. او یوه امریکايي چارواکي وویل چې دوي له یو بل سره لیدلي هم ول.))

دې چارواکو که څه هم د حرکت المجاهدین د دې کمانډرانو نومونه نه دي په ډاګه کړي، خو دومره یې ویلي دي چې هغوي په جنوبي وزیرستان کې ول.

ورځپاڼه د چارواکو له خولې لیکي چې دا نمبرونه که څه هم د اسامه او د هغه د ژغورنې په اړه نه وو، خو د واشنګټن د هغې پوښتنې د ځواب لټولو په لړ کې یو مهم پرمختګ دی چې اسامه بن لادن څنګه بریالی شو چې په ارامه په ایبټ اباد کې په کالونو وخت تېر کړي؟

ورځپاڼه د یوه داسې امریکايي چارواکي چې د دې ټيلیفون شمېرو په اړه يې ورته مالومات ورکړل شوي وو ، له خولې ليکي: ((دا یو جدي پرمختګ دی او د دې به نوره پلټنه هم کېږي.))

نیویارک ټایمز پر مخ لیکي ، د ټيلیفون دا نمبرونه کېدای شي د دې پوښتنې د ځواب میندلو په لړ کې هم مرسته وکړي چې ولې اسامه بن لادن او د هغه ساتونکو د اوسېدلو لپاره ایبټ اباد غوره کړ؟

ورځپاڼه د شننونکو له خولې لیکي: ((حرکت المجاهدین په ایبټ اباد او شاوخوا سیمو کې ژورې ریښې لري او د دې ډلې مرستې به اسامه د دې جوګه کړی وي چې هلته نه یواځې ژوند، بلکې فعالیت هم وکړي.))

د حرکت المجاهدین له القاعده او د پاکستان له استخباراتي ادارو سره ټینګ اړیکي دي او دوی د القاعده د بهرنیو غړو پرتله ځکه په پراخه کچه تګ راتګ کولای شي چې پاکستانیان دي.

ورځپاڼه لیکي ، ان تر دې چې د دې ډلې مشر او د اسامه بن لادن اوږدمهاله پاکستانی مرستیال مولانا فضل الرحمان خلیل اوس هم له اسلام اباد سره نېږدې ژوند کوي او پاکستاني چارواکي ورته هیڅ هم نه وايي!!