د قبایلي سیمو انجونه او د کډوالۍ ژوند

Pakistan IDPs

ا ددې اونۍ په پلوشه کې به واورۍ ، چې د پوځي عملیاتو له عمله د قبایلي سیمو نه بې کوره شوې نجوني څه رنګ په کیمپونو کې ژوند تیروي ، ددې تر څنګ د ودونو پر دودونو خبرې کوو.

ددې اونیز پروګرام جوړونکې فرخنده وزیر ده. دا پروګرام هره اونۍ د شورو او د زیارت ورځ د مشال رېډیو په خپرونو کې اورېدلای شی.