جمعیت علماء اسلام يوترهــــــــــګرتنظیم دی.عمراني


خدای نور ناصر مشال ریډیو کوټه

دبلوچستان اسمبلۍ دنهې ورځي په غونډه کې دواکمن پيپلزګوند صوبايي صدر میرصادق عمراني جمعیت علماء اسلام ف ډلي ته ديوه ترهګرتنظیم نوم ورکړ

. صادق عمراني نه يواځې په غونډه کي بلکې ترغونډي وروسته يې هم له خبریالانوسره په خبروکي همداخبره په بیابیاتکرارکړه. دپيپلزګوندد صوبې لپاره نوي ټاکل شوي صوبائي صدر میرصادق عمراني خبریالانوته وویل،” جمعیت علماء اسلام په بلوچستان کي دترهګرۍ د ودي لپاره کارکوي. دترهګرۍ کمپونه چلوي. دطالبانوملاتړکوي. او دبلوچستان دبجټ ۶۰ فیصده برخه دوي پخپل تنظیمي چاروکې لګوي. او دوي بایدله حکومته په فوري توګه بیل شي٬٬

د عمراني په وینا دخپل ګوند له مشرانو يې غوښتنه ده چي جمعیت علماء اسلام ف ډله دي له حکومته وویستل شي. صادق عمراني نه يواځې دا چي په دې ګوند يې ديوه ترهګرتنظیم تور ولګاوه، بلکې ادعاکوي دصوبائي حکومت ټولي چاري دده په ویناهمدوی چې دی يې ترهګربولي پرمخ بیايي.
ددې پوښتني په ځواب کې چي ددوی دګډ حکومت درې کاله پوره شوي، او وروسته له درې کالوڅنګه ددې ګوندپه ضدهمداسي خبري کوي. دپيپلزګوندصوبائي صدر يې په ځواب کي وویل ،” موږ له تېرو دروکالوڅخه په کابینه کي دننه او له کابینې بهر، داسمبلۍ په فلور دا وايو. چي دوي خپلي فیصلې په موږ نه نافذوي. موږ په بیا بیا ورته ویلي چي دوی دي خپلي رويې بدلي کړي، ځکه چي په بلوچستان کي دډېرو ګوندونو ګډ حکومت دی. اوپه دې ګډحکومت دي مولاناواسع خپلي فیصلې په زوره نه مني٬٬
تردې وروسته وزیراعلی بلوچستان نواب اسلم رئيساني چي تعلق له همدې واکمن پيپلزګوندسره دی. دصادق عمراني داخبري ناسمي وبللې. وزیراعلی بلوچستان له صادق عمراني وروسته خبریالانوته وویل،” صادق عمراني داټولي خبري غلطي کړې دي.دجمعیت علماء اسلام پنځه شپږ پارلماني غړي له ماسره ناست وو او ویل يې چي په موږ باندي صادق عمراني داسي تورونه لګولي دي چي موږ يې په ضدعدالت ته روان يو٬٬
بلخوا دجمعیت علماء اسلام ف ډلي په همدې کابینه کي مشر وزیرمولانا عبدالواسع کاکړبیاداټول تورونه ردوي. او وايي ددوی ګونديواځي همدا ترهګري کړې چي په صوبه کي يې ددوي دګوندملاتړکړی،”زماپه خیال صادق عمراني چي نن کوم بیان داسمبلۍ په په تالار کې ورکړ موږ په دې هیڅ هم خبرنه يو. نن درې کاله وروسته دوی په موږ تور ولګاوو چي موږ ترهګر يو او دترهګرۍ د ودي لپاره کارکوو. موږ ته خو تراوسه دترهګرۍ څه پته نشته،زماپه خیال زموږ ترټولو لویه ترهګري دا ده چي موږ دنواب اسلم رئیساني دحکومت ملاتړ وکړ او موږ دده له حکومت سره بشپړه مرسته وکړه٬٬

دیادوني وړده چي په بلوچستان کي د واکمن پيپلزګوند او جمعیت علماء اسلام ترمنځ دا اختلاف لومړی نه، بلکې مخ کي تردې هم څو واري داسي شوي و. کله چي په مرکزکي جمعیت ګوندله مرکزي حکومت څخه بیل شو نو هم ددې صوبې وزیراعلی نواب اسلم رئیساني دا ویلي و چي دمرکز فیصلې به په خپله صوبه نه عملي کوي