د اسامه بن لادن د وژنې وروسته د پاکستان امنیتي مسولیت

دا هغه کور دی چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن پکې ووژل شو

د کرښې پر غاړه موضوع مو د اسامه بن لادن وژنې ته ځانګړې کړې ده چې په پاکستان کې ددې پېښې وروسته ددغه هیواد عسکري قیادت څه کول پکار دي چې سیمه د نورې جګړې او ناقراري نه خوندي وساتي.

په دې خپرونه کې مو میلمانه د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس اي) پخوانی چارواکی اسدمنیر د پښتوخواملي عوامي ګوندمرکزي ویاند رضامحمد رضا دي،چې کوربه یې شاهین بونیری دی.