د جاپان درییمه اټومي بټۍ هم زیانمنه شوېده

د جاپان په فوکوشیما سیمه اټومي بټۍ چې زلزلې او ځونامي ورته سخت زیان رسولی دی.

جاپاني چارواکي وايي هغه درېیمه اټومي بټۍ چې دوی ورباندې کار کاوه، د یخولو نظام یې کار پرېښی دی.


تر دې مخکې په فوکوشیما سیمه کې دوه نورې اټومي بټۍ هم د همداسې ستونزو ښکار شوې وې. په دې بټیو کې دننه چاودنې شوې دي.

د جاپان د کابینې یو وزیر وايي،« د چاودنې په اړه فکر کېږي چې هم هغسې وه لکه په لومړۍ بټۍ کې چې شوې وه. موږ خلکو ته ویلي دي چې د دې بټۍ سره د شلوکیلوميټره په واټن کې دې له سیمې ووځي، او موږ ته ویل شوي چې په سمدستي ډول له دې سیمې خلک ووځي او کورونو ته دننه ننوځي.»
په جاپان کې پښتون ساینسپوه اجمل خان وزیر سره د جاپاني اټومي بټيو دزیانمنېدو په اړه مرکه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په جاپان کې پښتون ساینسپوه اجمل خان وزیر سره د جاپاني اټومي بټيو دزیانمنېدو په اړه مرکه

د جمعې په ورځ له راغلې زلزلې او بیا څونامي له کبله د جاپان اټومي بټیو ته هم زیان رسېدلی دی.

هلته د اتوار یا د یکشنبې په ورځ د په فوکوشیما کې چارواکو ویلي ول چې له اټومي بټۍ د تابکارۍ اخراج د حفاظت له حده زیات شوی دی خو دا د انسان روغتیا ته په سمدستي ډول زیان نه رسوي.

د جاپان رسنۍ وايي د میاګي له ساحله ۲۰۰۰ مړي تر لاسه شوي دي. د جمعې د ورځې د زلزلې او بیا د څونامي په پېښو کې د لږ تر لږه لس زره کسانو د مرګ وېره ده. د دې هېواد وزیراعظم دې ناورین ته تر دویمې نړېوالې جګړې وروسته د هېواد د بدترین بحران نوم ورکړی دی.