د پېغلو او ځوانانو غږ اونیز پروګرام

ځوانان او کتابتون

د پېغلو او ځوانانو غږ کې له تکړه استاد ظهور خان سره مرکه لرو چې په سخته خوارۍ او غريبۍ کې یې خپلی زده کړی ترسره کړېدي او دا مهال د پېښور يونيورسټۍ د اقتصاد په څانګه کې ليکچرر دی .

له يو ځوان مصور يا انځور ګر پير حامد سره موهم خبرې کړي، نوموړی دا مهال په لاهور نيشنل کالج آف آرټس کې زده کړې کوي .
په دې پروګرام کې به د ريډيو ډرامو له يو ځوان اداکار او هدايتکار بسر علی سره هم مرکه واورۍ.نوموړي يوشميرډرامی هم ليکلې دي.

د دی تر څنګ به دا هم واورۍ چی د مومند ايجنسۍ ځوانان له کومو ستونزو سره مخامخ دي.