د کرکټ نړیوال کپ سیالیو کې نن اسټرېلییا او زمبابوې سره مخامخېږي

د کرکټ د ۱۰م نړیوال کپ په لړ کې به نن د اسټرېلییا او زمبابوې تر منځ لوبه تر سره کیږي

دا لوبه به د پېښور له وخت سره سم د ماسپښین پر یوه نیمه بجه پیلیږي.

تېره شپه سري لنکا و کېنېډا ته په ۲۱۰ منډو ماتې ورکړه. سري لنکا لومړی بېټنګ وکړ او د اوو لوبغاړو په سر یې ۳۳۲ منډې وکړې.

په جواب کې د کېنېډا ټول لوبغاړي په ۱۲۲ منډو مات شو.