بنګله دېښ هند او سري لنکا د کرکټ نړیوال جام کوربانه

د افغانستان لوبډله دا ځل له سیالی وتلې ده

د کرکټ ۱۰م نړیوال کپ د روانې میاشتې له ۱۹مې نېټې څخه په بنګله دېش کې پیلېږي . دا ځل به د کرکټ د نړیوال کپ لوبې په درې هیوادونو کې تر سره کیږي.

په دې هیوادونو کې د بنګله دېش تر څنګ سري لنکا او هند هم شامل دي.

په پاکستان کې به هم ځینې لوبې تر سره کېدې خو په دې هیواد کې د امنیتي ستونزې له امله د کرکټ نړیوالې شورا دا پرېکړه وکړه چې د پاکستان د برخې لوبې به په دې نورو ملکونو کې ترسره کېږي.