پاکیستان کې د ستونزې اصلي مخ ته پام نه کېږي.اېکسپرېس ټریبیون

د پښتونخوا په نوښار کې یو ماشوم د خوړو مرکز مخې ته په ژړا دي.نېټه ۲۰۱۰م کال د اګست ۲۳ مه

ژباړه :بشير ګواښ


په ايکسپريس ټریبيون ورځپاڼه کې امير احمد خان ليکي ، که څه هم په پاکستان کې د سلمان تاثير د وژونکي ممتاز قادري په ملاتړ ، د ډرون الوتکو په بريدونو، په ملک کې د درغليو او د پوځ پر رول خفګان څرګنديږي خو د تصوير اصلي مخ ته پام نه کيږي.

ليکوال وايي ،” موږ په مذهب خبرې کوو او په ذهنونو کې مو په سلګونه کاله د اوږده اسلامي تهذیب کيسو ځای نيولی دی. موږ په ټيليويژنونو د وينا ملک، اميتاب بچن، شعيب ملک، ثانيه مرزا، آصف زرادري او سارا پيلن راڅرګنديدو ته هم پوره پوره پام کوو،خو موږ هغه بې تعليمه ملايانو ته غوږ نيولی دی چې په درواغو لارو يې روان کړي یو، او موږ دا هم کوو چې د مجرمينو په لاس دې دوه زلمي وروڼه ووژل شي او مونږ دې سيل وکړو. د ليکوال په وينا موږ د ټيليويژنونو هغه کوربنو سره هم مينه لرو چې هره ورځ نفرتونه خوروي. موږ دا هرڅه وينو او کوو يې خو بيا هم په ډيره بې شرمۍ سره په دې باور لرو چې زموږ په ذهنونو کې چې کومه ناولتيا راجمع ده د دې ترشا د امريکا لاس دی او هغه يې زمه واره ده. ٬٬

د ايکسپريس ټريبيون ورځپاڼې په دې مقاله کې راغلي چې له تيونس څخه شروع شوي د عرب مظاهرينو انقلاب عربي نړۍ په غيږ کې اخيستي او بدلونونه رامنځته کوي خو د پاکستاني ټيليويژنونو و کوربانه چې د يوې خاصې ايجنډا له مخې خپرونې پرمخ بيايي، د سياسي اختلافو په اړه غږيږي چې په درغليوو ککړ پاکستاني سياست والو ته په دفتر کې د نور وخت لپاره د پاتې کيدو چانس ورکوي. د ليکوال په وينا دوی د بيلوالي او فاصلو په زياتولو کې پرمخ روان دي او د هغه څه پروا نه کوي چې پاملرنې ته اړتيا لري.

د مقالې له مخې د تيونس واکمن له ۲۳ کلونو راهيسې په واک کې وو، د مصر صدر د ۳۰ کلونو راهيسې، د يمن هغه د ۳۲، د الجيريا حکمران د ۱۸ او د اردن د پاچا کورنۍ له ۹۰ کلونو راهيسې واکمن دي. ليکوال پوښتنه کوي ،”چې موږ ولې په دې سوچ نه کوو چې ولې مسلمان هيوادونه ډير کلونه دومره اوږده حکومتونه او تياره سياستونه لري؟٬٬ ليکوال دوهمه پوښتنه دا کوي چې’’ولې موږ داسې فکر کوو چې د واکمنيوو دا نه ختميدونکې دورې به د درغليو، سياسي زور او په غلطه د واک استعمال سبب نه جوړيږي؟٬٬

د ايکسپريس ټریبيون په دې مقاله کې عامر احمد خان زياتوي،”موږ په دې هر څه ځکه سوچ نه کوو چې مونږ خپل زهنونه له نور څه ډک کړي دي. ليکوال وايي چې دا مغربي هيوادونه نه دي چې زموږ سوچ رابدل کړی بلکې دا موږ پخپله يو چې د اصلې مسايلو پرځای د ځان د مطمينولو لپاره په نورو خبرو فکر کوو. ٬٬