تصوف په نړۍ کي له لومړۍ ورځي راهيسي د امن، روغي جوړې او بشر دوستۍ درس ورکړی او د خلګو د اصلاح لپاره يې کار کړی دی. که د تصوف تاريخ ته و کتل شي نو دا څرګنديږي چي صوفيانو خپله هم ځان له جنګه ګوښه کړی او نورو ته يې هم د سولي او زغم درس ورکړی دی. د صوفيانو په وينا تصوف د ميني او ورورګلوۍ لاره ده او په کي د رنګ او نسل توپير نشته. دا چي د سولي په راوستو کي تصوف څومره مهم رول لوبولای شي او جنګ ځپلي نړۍ ته د تصوف څومره اړتيا ليدل کيږي ؟ په دې پروګرام کي همدې موضوع ته کتنه شوې ده.
د شعر او تصوف اونیز پروګرام احمدشاه اعظمي وړاندې کوي.