د پښتنو د لرغونو الفباو د ختمېدو تاریخي اغېز

د لرغونې کوشاني دورې لیکنې چې د لومړۍ او څه باندې دویمې میلادي پېړی پورې یې پر لرغونې باختریا واکمني درلوده

قاسم خان مندوخيل مشال رېډیو

پښتو ژبه هم لکه د خپلو نورو ژبو په څېر د تاريخ په اوږدو کې لوړې ژورې لیدلې.د پښتون افغان خاورې لرغونپوهان تاريخپوهان او ژبپوهان په دې اند دي چې که د دې سیمې لرغوني ليکونه لکه خروشتي ،مېخي، پهلوي،برهمي آرمايي او د باختريانو یونانی الفباوې ژوندي پاته واي دې به ددغه سيمې د اوسېدونکو خلکو د ژبې یوه لویه شتمني به یې خوندي ساتلې وای.ددې ژبې دلرغونو لیکنو په له مېنځه تللو سره د پښتون افغان ولس پر تاريخ څه ډول اغېز شوی دی.
ژبه ټکي په ټکي پروګرام کې دې موضوع ته کتنه شوې.
ددې اونیز پروګرام جوړونکی قاسم خان مندوخيل دی.