د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په سعودي کې مزدوري کوو خو تنخا نه راکوي'


په سعودي عرب کې یو پښتون دوکاندار پیرقایل
په سعودي عرب کې یو پښتون دوکاندار پیرقایل

په سعودي عرب کې په زرګونو پاکستاني مزدوران له مشکلاتو سره مخامخ دي چې پکې زیاتره پښتانه دي. دا مزدوران وايي کمپنیانې کار ورباندی کوي خو تنخاګانې نه ورکوي.

د سعودي په ریاض ښار کې د کوهاټ یو مزدور صابر خان وايي په دې حالاتو کې نور ژوند نشي کولای او خپل وطن ته ستنېدل غواړي.

[موږ ته ډېر سخت تکلیف دی. د ویزو لپاره مو په خپل وطن کې قرضونه کړي دي، اوس دلته د خوراک لپاره هم پېسې نه لرو او له خلکو قرضونه غواړو. کار کوو خو تنخا نه راکوي. او که بغېر پیسو کار نه کوو نو بیا به اوسېږو چېرته؟ بس نور مو هیڅ نه دي پکار خو چې خپل وطن ته واپس شو]

صابر خان زیاتوي چې پاسپورټ یې کمپنۍ سره پروت دی نو ځکه خپل وطن ته هم نشي واپس کیدلای.

هلته په ریاض کې د یو دکان مالک پیر قایل وايي دغه هېواد د هندي مزداروانو سره مرستې کوي خو د پاکستاني مزدروانو د حال پوښتنه څوک نه کوي.

[د پاکستاني مزدورانو په نسبت د هندوستان د مزدورانو سره زیاته مرسته کیږي. د سعودي عرب باچا سلمان فرمان جاري کړی چې د هندي مزدورانو ستونزی دې حل کړل شي. دا ډېره د افسوس خبره ده ځکه چې پاکستانیان د سعودي عرب لپاره سر قربانولو ته هم تیار وي پکار دي چې په دې سخت وخت کې یې د هر چا نه اول د دې مزدروانو سره مرستې کړې وی.]

د پیرقایل په وېنا په سعودي عرب کې د خپلو مزدوارنو د حقونو په تحفظ کې پاکستان هم ناکامه شوی دی.

دا راز فواد خان چې په دغه هېواد کې هوټل کوي وايي په ریاض کې د پاکستان سفارتخانه له خپلو هېوادوالو سره خاص مرستې نه کوي او په ځانګړي توګه په موجوده حالاتو کې د پاکستان سفارتکارانو عملي کردار په نظر نه راځي.

[زموږ له خپله حکومته غوښتنه ده چې په سعودي کې خپله سفارتخانه فعاله کړي، تر موږ خو د فلپاین او بنګله دېش سفارتخانې ښه دي او د هند سفارتخانه خو په دې معامله کې تر ټولو وړاندی ده. پکار ده چې د پاکستان سفیر د دې مزدورانو حال واخلي او ورسره فوري مرستې وکړي.]

خو په سعودي عرب کې د پاکستان سفیر منظور الحق رسنیو ته وېلي چې د دغو مزدروانو د مسلو هوارولو لپاره یې یو شمېر اقدامات کړي او د سعودي عرب حکومت هم بیلا بیلو کمپنیو ته امر کړی چې د پاکستاني مزدورانو بقایاجات دې ورکړي او د دوی ستونزې دې زر تر زره هوارې کړي.

هلته د تېری چارشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ په متفقه توګه یو قرار داد منظور کړ چې پکې له وفاقي حکومته په سعودي عرب کې د پاکستانيو او په ځانګړي توګه د پښتنو مزدورانو د مشکلاتو ختمولو غوښتنه شوې ده.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG