د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوهان وايي پاکستان ته د کوچیو مرغانو ورتګ شاوخوا ۵۰ سلنه کم شوی دی


چارواکي وايي، هر کال په ژمي له روسیې او اروپا څخه مرغان پاکستان او هند ته ورځي او بیا په پسرلي کې ستنېږي - پخوانی انځور.
چارواکي وايي، هر کال په ژمي له روسیې او اروپا څخه مرغان پاکستان او هند ته ورځي او بیا په پسرلي کې ستنېږي - پخوانی انځور.

د بلوچستان ځنګلي ژویو د ژغورنې اداره وایي، د هغې صوبې او د پاکستان نورو برخو ته د هجرت کوونکو مرغانو شمېر له ۴۰ تر ۵۰ سلنه کم شوی دی.

د ادارې مشر شریف الدین بلوڅ د مې پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، ښکار او د مرغانو په پخوانیو تم ځایونو کې د زیاتو کورونو جوړېدنه یې د هجرت د کمښت لوی لاملونه دي.

پاکستان او هندوستان ته په ژمي کې د روسیې له سایبریا، اروپا او د هندوکش له سړو سیمو مرغان ورځي او هلته له درو څخه تر څلورو میاشتو پورې په ساحلي او د اوبو په زېرمو لرونکو سیمو کې ژوند تېروي.

د بلوچستان نوشکي، کلا سیف الله، ژوب، موساخېل او شېراني له هغو ضلعو څخه دي چې هر کال زرګونه کوچي مرغان ورځي.

د مې پر ۱۳مه د مهاجرو مرغانو نړیوالې ورځې په مناسبت په کوټه کې غونډه وشوه.
د مې پر ۱۳مه د مهاجرو مرغانو نړیوالې ورځې په مناسبت په کوټه کې غونډه وشوه.

هر کال د مې پر ۱۳مه د کوچیو مرغانو نړیواله ورځ لمانځل کېږي چې موخه یې د کوچیو مرغانو حفاظت او هغوی د معدومیت له ګواښه د ژغورلو په اړه اګهي خپرول دي.

په دې لړ کې په کوټه کې پوهانو او چارواکو په غونډه کې د مهاجرو مرغانو د خوندي کولو په اړه معلومات ورکړل. هغې غونډې ته ولسي وګړي هم ورغلي ول.

د چاپېریال ساتنې پوهان وایي، د افغانستان او ایران له لارې هر کال خواوشا ۴۰۰ قسمه مرغان پاکستان او له هغه ځایه هند ته ځي ـ په دې کې هیلۍ (ایلۍ)، مړزان، شین غاړي، زاڼې او تیتر مشهور دي.

د هند په سورت ښار کې د کوچي مارغانو سېلونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:03 0:00

په بلوچستان پوهنتون کې د ژوپوهنې یوه استاده عایشه مهران د کوچیو مرغانو په اړه د خپلې دوکتورا څېړنې کوي. هغې مشال راډیو ته وویل چې د اقلیم یا اب و هوا بدلون له کبله د اوبو ډنډونو ختمېدو او داراز، په پاکستان او په تېره بیا په بلوچستان کې ښکار د مرغانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

نوموړې داراز وايي چې ولس هم د مرغانو ارزښت په اړه پوهاوی نه لري. ''د بلوچستان په کومه برخه کې چې زه اوسم، هلته خلک دې ته خوشالېږي چې د مرغانو [موسم] به راځي او موږ به یې ښه ښکار کوو.''

خو د بلوچستان د قانوني او پارلېماني چارو سېکرټر عبدالصبور کاکړ وایي له تېرو دوو کلونو راهیسې یې د کوچیو مرغانو د ښکار مخنیوي لپاره قانون سخت کړی دی.

ده مشال راډیو ته وویل، یوشمېر هغه کسان یې جریمه او سزا کړي دي چې د ښکار لپاره ټوپک او جالونه کاروي او اسباب یې هم ورڅخه اخیستي دي.

د بلوچستان په ګډون د پاکستان او هند نورو تودو او یا هم ساحلي سیمو ته د هغو مرغانو د ورتګ لړۍ د سېپټېمبر په وروستیو کې پیلېږي. هغه مرغان بیا په اپرېل کې د هند، چین او نورو هېوادونو له لارې خپلو ټاټوبو ته ستنېږي.

پوهان وایي، که د بلوچستان ترڅنګ د پاکستان په نورو برخو کې د مرغانو په اړه پوهاوی زیات نه شي او بې درېغه ښکار یې روان وي نو د زیاتره نایابه مرغانو نسل د ختمېدو له ګواښ سره مخامخېدای شي.

XS
SM
MD
LG