د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په نړيوال ۲۰ اووره کرکټ جام کې هند سره د لوبې له کولو انکار وکړ

د هند او پاکستان د شل اووره لوبډلو مشران - د يوې پخوانۍ لوبې انځور
د هند او پاکستان د شل اووره لوبډلو مشران - د يوې پخوانۍ لوبې انځور

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې لوبډله به یې د ۲۰۲۶ کال په شل اووره نړيوال کرکټ جام کې له هند سره سیالي نه کوي.

د پاکستان حکومت پر اېکس ليکلي بیان کې ويلي چې لوبډله به یې هغه نړيوال جام ته ورځي مګر له هند سره به لوبه ونکړي. حکومت تر اوسه د خپلې هغې پرېکړې لپاره کوم دليل نه دی وړاندې کړی.

د فرورۍ په اوومه پيليدونکي، د کرکټ شل اوریز نړیوال جام سیالۍ په هند او سريلنکا کې کېږي. د اسلام اباد او نوي دهلي د خرابو اړيکو له وجې، پاکستانۍ لوبډله هند ته سفر نه کوي نو ځکه یې ټولې لوبې په سريلنکا کې پلان شوې دي.

د فرورۍ پر اوومه، د نړيوال جام سیالۍ د پاکستان او نيدرلېنډز له مقابلې کېږي. په همغه ورځ به وېسټ انډيز د سکاټ لينډ سره سیالي لري. سکاټ لينډ د بنګله دېش پر ځای په دې سیالۍ کې ورګډه شوې ده.

د کرکټ نړيوالې شورا او هند تر اوسه د پاکستان د وروستي اعلان په اړه څه نه دي ويلي. د کرکټ د قوانينو ترمخه، که يوه لوبډله کومه سیالۍ نه کوي نو لوبه یې بایللې حسابېږي او دوه پواينټونه یې سیالې لوبډلې ته ځي.

د کرکټ نړيوالې شورا د جنورۍ پر ۲۸مه، بنګله دېش لوبډله تر هغې وروسته، له نړيوال جامه وایستله چې د بنګله دېش حکومت هند کې د لوبو له کولو انکار وکړ. بنګله دېش ويلي وو چې په هند کې یې امنيت خوندي نه دی نو ځکه دې یې سیالۍ سريلنکا کې وشي خو د کرکټ نړیوالې شورا دا غوښتنه رد کړه. پاکستان د بنګله دېش د هغې پرېکړې ملاتړ کړی وو.

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر محسن نقوي د جنورۍ پر ۲۴مه په لاهور کې خبریالانو ته ويلي وو چې د بنګله دېش په ملاتړ به دا پرېکړه کوي چې ايا په نړيوال جام کې ګډون کوي او که نه. نقوي زیاته کړې وه چې هغه فېصله به د پاکستان حکومت کوي.

پر هند سربیره، د پاکستان نورې لوبې د نېدرلېنډز، امریکا او نمېبیا په وړاندې پلان شوي دي. ټاکل شوې چې د هغه نړیوال جام پایلوبه یا فاینل د مارچ پر نهمه د هند په یو میدان کې ترسره شي خو که پاکستان پایلوبې ته ووځي نو د نړیوال جام پای لوبه به هم د هند پر ځای په سریلنکا کې ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG