د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبریالانو د خونديتوب کمېټي: پاکستان دې خپل قوانين "د انتقادي راپور ورکوونکو ضد" نه کاروي

په اسلام اباد کې خبريالان د انټرنېټي جرمونو د مخنيوي لپاره د جوړو قوانينو خلاف احتجاج کوي ـ انځور له ارشيفه
په اسلام اباد کې خبريالان د انټرنېټي جرمونو د مخنيوي لپاره د جوړو قوانينو خلاف احتجاج کوي ـ انځور له ارشيفه

د خبریالانو د خونديتوب نړیوالې کمېټۍ (کمېټي ټو پروټېکټ جرنلېسټس یا سي پي جې) د پاکستان حکومت پر هغه بيان اندېښنه څرګنده کړې ده چې ويلي یې ول د هغه هېواد پر بهرنۍ تګلارې نيوکې کوونکي سزا کېدلای شي.

هغې امریکا مېشتې ناحکومتي ادارې د مارچ پر ۱۲مه په بيان کې وويل چې پاکستاني چارواکي باید په څرګنده وښيي چې د انټرنېټي جرمونو د مخنيوي لپاره به جوړ "پراخ قانوني ګواښونه یا سیاسي فشار" پر بهرنۍ تګلارې د انتقادي راپورونو "د چوپتيا لپاره نه کاروي."

بيان زياتوي، "د نړیوالو چارو خپلواک تحلیل او راپور ورکول د ولس د پوهاوي لپاره ډېر مهم دی چې نړیوالې پېښې پر کورنیو پرمختګونو څه اغېز کوي."

دا تر هغه وروسته ده چې د پاکستان د قانون وزير، اعظم نذير تارړ د مارچ پر ۱۰مه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې خبریالانو ته خبرداری ورکړی وو چې پر بهرنۍ او امنيتي تګلارو دې نيوکې نه کوي.

نوموړي زياته کړې وه چې له اسراييلو او امريکا سره د ایران د جګړې په اړه پر حکومتي بيانونو تنقيد او ځينې نورې نيوکې د پاکستان ملي امنيت ته "تهديد" پېښوي چې دا کړنه د قانون له مخې "د سزا وړ" ده.

ګڼو خبریالانو پر ټولنیزو شبکو په خپلو ليکنو کې د حکومت پر دې خبرو نيوکې کړي او دا یې د بیان د ازادۍ "تروړل" بللي دي.

د خبریالانو د خونديتوب کمېټۍ د روان ۲۰۲۶ز کال د جنورۍ پر ۲۱مه په خپل کلني راپور کې په ډاګه کړې وه چې په پاکستان او افغانستان کې وخت په وخت خبريالان نيول کېږي او ځينې يې ان وژل شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG