د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د محرم پر مهال سخت امنیتي ګامونه پورته شوي


د خیبر پښتونخوا په ګډون په پاکستان کې د محرم د وروستیو ورځو لپاره سخت امنیتي ګامونه پورته کړل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا په ګډون په پاکستان کې د محرم د وروستیو ورځو لپاره سخت امنیتي ګامونه پورته کړل شوي دي.

چارواکي وايي ، په هغو سیمو کې اضافي پولیس او امنیتي سرتېري ځای پر ځای شوي دي چې په دې ورځو کې د امنیت له پلوه حساسې بلل کېږي.

په خیبر پښتونخوا کې امنیتي چارواکي وايي د محرم پر نهمه او لسمه ورځ به د پيښور په ګډون په هغو سیمو کې موبایل ټيليفون هم غېر فعاله وي چېرې چې د عاشورې مراسم تر سره کيږي.

د چارواکو په خبره د دريو ورځو لپاره به کاروباري اوتعليمي ادارې بندې وي او پر موټر سايکل پر غبرګو سورلو هم بنديز لګول شوی دی.

چارواکي وايي چې د عاشورې په ماتمي جلوسونو کې به خلکو ته د جامه تلاشۍ نه پس د ګډون اجازه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملک د نورو برخو غوندې په اسلام آباد او پيښور کې هم د نهم محرم ماتمي جلوسونه د خالي په ورځ را اېستل شوي دي او یاد جلسونه به پر ورته پر ټاکل شوو لارو تېرېږي او ماښام به پای ته رسېږي.

د پوليسو په وېنا چې د جلوسونو حفاظت لپاره د اسلام آباد پوليسو سره سره رېنجرز او اېف سي اهلکاران هم ځای پر ځای شوي دي.

بلخوا د کورنیو چارو په وزارت کې د څارنې لپاره یو ځانګړې څانګه جوړه کړل شوې ده کوم چې به په ټول ملک کې د امنېت جاج اخلي، دې ترڅنګه په نهم او لسم محرم به د ملک په زياتره لویو ښارونو کې موبايل سګنلې بندې وي.

د ملک په څلور واړه صوبو، قبايلي سيمو، ګلګت بلتستان او پاکستان د واک لاندې کشمير په لويو او وړو ښارونو کې هم ماتمي جلوسونه را اېستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG