د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه خپلې کشالې په جرګو هواري.افتخار ګیلاني


د پاکستان پخوانی وزیر ،وتلی قانون پوه او د پيپلز ګوند یو مرکزي غړی افتخارحسین ګیلاني وايي د ذولفقار علي بوټو له شخصیته متاثره وو او خپل عملي سیاست یې هم د پيپلز ګوند له دریځه پېل کړی.

دی وايي پښتانه چې اوس کوم غوبل کې راګېر دي دا د دوی لوبه نه ده بلکه له بهره ورباندې تپل شوېده.دده به خبره پښتانه د جرګو مرکو خلک دي او تل خپل ستونزې په جرګو حل کوي او اوس چې په افغانستان او د پاکستان په پښتني سیمو کې کوم ناورین روان دي،له دې څخه به خپله پښتانه په خپل سیاسي او شعوري فکر ځان راباسي.

دنن ځانګړې مرکه له افتخار ګیلاني سره شوېده چې په اسلام اباد کې یې د مشال همکار راهیل خان هر اونۍ د پښتنو له وتلیو څېرو سره کوي.
XS
SM
MD
LG