د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند او پاکستان ترمینځ سیمي فاینل لوبې ته کتنه


د شاهید اپرېدي په مشری د پاکستان کرکټ لوبډله په جهاني سالیو کې تر دامهاله ښه ځلېدلې ده
د شاهید اپرېدي په مشری د پاکستان کرکټ لوبډله په جهاني سالیو کې تر دامهاله ښه ځلېدلې ده

بوریوال کاکړ
مشال رېډیو



د کرکټ د ۱۰م نړیوال جام د لوبو د دویم پړاو په ترڅ کې یو پلو د لومړي کوارټر فائنل په لوبه کې پاکستان ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه او بلې خواته هند په دویم کوارټرفائنل کې له اسټرېلیا څخه لوبه وګټله او نیمې پای لوبې یا سیمي فائنل ته ورسېدل.

دا لوبډلې به اوس د دویم سیمي فائنل په لوبه کې د مارچ پر ۳۰مه نېټه د هند د موهالي د ښار په میدان کې یو د بل سیالۍ ته راوزي.

د پاکستان او هند لوبډلې له ۱۹۵۲م کال څخه راهسې یو د بل په وړاندې لوبې کوي چې په مجموعي توګه پاکستان له هند څخه ډېرې لوبې ګټلې دي.

د دې لوبډلو تر منځ ټولې ۵۹ ټسټ لوبې شوې دي چې پاکستان ۱۲ او هند ۹ ګټلې دي. خو پاتې ۳۸ لوبې ټولې بې له کومې نتیجې پای ته رسېدلي دي.

پاکستان او هند د یو بل په وړاندې تر اوسه ۱۱۹ یو ورځنۍ لوبې کړې دي چې ۶۹ په کې پاکستان او ۴۶ هند ګټلې دي او څلور لوبې برابرې پاته شوې دي.

د کرکټ د ۲۰ اورونو د نړیوالو لوبو په لړ کې د پاکستان او هند لوبډلې دوه ځله یو د بل مخامخ شوې دي چې لومړۍ یې برابره شوې وه او په دویمه کې هند پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

که له یوې خوا په مجموعي توګه پاکستان له هند څخه ډېرې لوبې ګټلي دي خو د نړیوال کپ په لړ کې دغه لوبډلو څلور ځله یو د بل په وړاندې لوبه کړېده چې څلور واړه لوبې د هند لوبډلې ګټلې دي.

هند لومړی د ۱۹۹۲م کال په نړیوال جام کې ، دویم ځل د ۱۹۹۶م کال ، دریم ځل د ۱۹۹۹م کال او څلورم ځل د ۲۰۰۲م کال د نړیوال جام په لړ کې پاکستان ته ماتې ورکړېوه.

د پاکستان لوبډلې د ۲۰۰۷م کال د نړیوال جام د لوبو په لومړي پړاو کې له ویسټ انډیز او ایرلېنډ څخه تر ماتې خوړلو وروسته له نړیوال جام څخه وتلې وه.

خو د ۲۰۱۱م کال د نړیوال کپ په لړ کې تر اوسه پاکستان له ۷ لوبو څخه ۶ ګټلې دي او هند له ۷ څخه په ۵ کې بریالی شوی دی.

د پاکستان او هند د لوبډلو تر منځ د مارچ پر ۳۰مه نېټه تر سره کېدونکي سیمي فائنل په اړه د پاکستان پخواني لوبغاړي حنیف محمد مشال ریډیو ته وویل .ً د هند لوبډله ډېره تجربه لري یوازې یو څو لوبغاړي یې دي چې هغه نوي دي ، هغوي ته موقع ورکول کیږي او هغوي ډېره ښه لوبه کوي. خو د پاکستان په لوبډله کې دومره تجربه کار لوبغاړي نشته بې له یو څو کسانو ، خو د پاکستان لوپدله په دې نړیوال کپ کې ډېره ښه لوبېدلې ده . د دې لوبې لپاره به پاکستان هند ته ځي او هلته به لوبه کوي. هند ته که وګورو نو د هغوی میدان او خلک ټول خپل دي نو هغوی ته به ملاتړ خامخا وي. لیکن دا یوه تر فشار لاندې لوبه ده. چې د کومې لوبډلې لوبغاړي به فشار قابو کوي هغوي به ښه لوبه کوي خو دا به یوه داسې لوبه وي چې ټوله نړۍ به یې ګوري ً.

چې کله مو له نوموړي څخه وپوښتل چې په لومړي سر کې په یو سپینر بالنګ کول څه ګټه لري نو حنیف محمد وویل،ً په نوي بال چې سپینران بالنګ کوي نو په لاس کې داسې ښکاري چې سپین کیږي به خو چې کله پر مځه لګیږي نو به مالومیږي چې کومې خوا ته ځي که سیده ځي دا د بېټسمېن لپاره ستونزه جوړوي. د تېز بالر بالونه خو کله چیري لګیږي او کله چیري خو سپین بالر پر هغه ځای بال کولای شي چیري چې یې غورزوي ً .

د پاکستانۍ لوبډلې د کپتان شاهد خان اپرېدي په اړه حنیف محمد زیاته کړه،
ً کپتاني هم ښه کوي ، د لوبډلې روحیه هم ښه ده او زما په خیال هغه د پاکستان لپاره یو ګټور کپتان دی. د هغه د بالنګ په اړه خو تاسو ته مالومه ده چې دا وخت یې په نړیوال کپ کې تر ټولو ډېر وکټونه اخیستي دي. نو په سیمي فائنل کې هم زما خیال دا دی چې که وکټ د سپین لپاره څه مرسته کوله نو دی به ډېر کامیابه وي ً.

د پاکستان او هند تر منځ د خرابو سیاسي حالاتو له کبله له ډېرو کلونو راهسې د دې ملکونو ترمنځ د کرکټ لوبې هم نه دي شوي. خو چې کله هم دا دوې لوبډلې یو بل ته مخامخ شي نو د نورو هیوادونو په پرتله یو د بل په وړاندې په ضد او غوصه لوبه کوي. هم دغه وجه ده چې د کرکټ مینه وال تل د دې لوبډلو ترمنځ لوبې ته انتظار وي.

له اسټرېلیا څخه د لوبې تر ګټلو وروسته د هند د لوبډلې کپتان مهیندراسنګ دهوني له پاکستان سره د سیمي فائنل د لوبې په اړه وویل. ً یو داسې کپ چې د برصغیر په هیوادونو کې ترسره کیږي ، پاکستان او هند یې سیمي فائنل ته وزي ، نو د هند پر لوبډله به فشار زیات وي او دا به له بهر څخه وي. یانې خلک به وايي چې سیمي فائنل وګټی موږ فائنل نه غواړو. خو په حقیقت کې زموږ لپاره هره لوبه برابره ده. هغه که د اسټرېلیا په وړاندې وي ، که په سیمي فائنل کې له پاکستان سره او یا هم په فائنل کې د کومې بلې لوبډلې په وړاندې وي ً.

د یادونې وړ ده چې پاکستان له شاوخوا ۱۸ کلونو راهسې د نړیوال کپ په لړ کې له هند څخه یوه لوبه هم نه ده ګټلې. دا چې دا ځل به له هند او پاکستان څخه کوم یو فائنل ته وزي دا به د مارچ پر ۳۰مه نېټه د هند د موهالي د ښار په میدان کې مالومیږي.
XS
SM
MD
LG