د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت نن يو بل امريکايي له بنده خوشې کړی دی

تازه شو
د افغانستان لپاره د امريکا پخواني استازي زلمي خليلزاد او د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو سفير سیف الکتبي د مارچ پر ۲۴مه په کابل کې د طالبانو د بهرنيو چارو له وزیر امیر خان متقي سره وليدل.
د افغانستان لپاره د امريکا پخواني استازي زلمي خليلزاد او د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو سفير سیف الکتبي د مارچ پر ۲۴مه په کابل کې د طالبانو د بهرنيو چارو له وزیر امیر خان متقي سره وليدل.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت اعلان کړی دی چې يو امريکايي وګړی ډېنیس کویل یې خوشې کړی دی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د مارچ پر ۲۴مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې کويل یې د کوچني اختر په مناسبت او طالبانو د مشرتابه د "شفقت او عفوې" په ښوولو له بنده خوشې کړی دی.

پر اېکس پاڼه خپرې شوې هغې خبرپاڼې کې ليکل شوي چې کويل "د افغانستان له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې" له امله نیول شوی وو.

په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړل شوی خو په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې کويل نن خپلې کورنۍ ته په کابل کې وسپارل شو.

تر دې څو دقيقې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس پاڼه په يو بل بيان کې ويلي وو چې د مارچ پر ۲۴مه د افغانستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر سیف الکتبي او په افغانستان کې د امریکايي بندي ډېنيس کویل د کورنۍ غړيو په کابل کې د طالبانو د بهرنيو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره وليدل.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو د مارچ پر ۲۴مه په خپاره کړي بيان کې د ډېنيس کويل د خوشې کېدو هرکلی کړی او ويلي يې دي چې هغه خپل کور ته پر لاره دی.

نوموړي زياته کړه چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ په بهرنيو هېوادونو کې په "غير عادلانه" ډول د امريکايي بنديانو خوشې کولو ته ژمن دی.

د روبيو په وينا، ډېنيس کويل يو له هغو څه باندې ۱۰۰ امريکايانو دی چې په تېرو ۱۵ مياشتو کې خوشې شوي دي.

مارکو روبيو تر دې وړاندې، د مارچ پر نهمه ويلي وو چې د طالبانو حکومت "د ترهګرو ډلو د طریقو په کارولو سره امريکايي وګړي د خپلو ګټو لپاره کاروي نو ځکه یې افغانستان د غير عادلانه بند د ملاتړي هېواد" په توګه نومولی دی، خو دا ځل يې د طالبانو دا اقدام مثبت ښوولی او زياته کړې يې ده چې نور کار کولو ته لا هم اړتيا شته.

تر دې مخکې امريکا ويلي وو چې طالبانو ډېنیس کويل، محمود شاه حبیبي او پال اوربي په بند کې ساتلي دي.

د طالبانو حکومت د نورو امريکايي بندیانو په اړه څه نه دي ويلي او د حبيبي نيول نه تاييدوي. حبيبي افغان امريکايي دی چې په تېر جمهوري حکومت کې یې په افغانستان کې دنده درلوده.

XS
SM
MD
LG