په کراچۍ کې د نوي کال په شپه، په هوايي ډزو کې ۲۸ کسان ژوبل شوي دي.
په پاکستان کې خيريه بنسټ، ایدهي چې د پېښو په وخت وړيا خدمات وړاندې کوي، وايي چې په زخميانو کې اکثره ځوانان دي. هغې ادااې د جنورۍ په لومړۍ نېټه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې بېګا په کراچۍ کې د نوي کال د لمانځلو په وخت خلکو هوايي ډزې کړې وې چې له وجې یې هغه کسان زخميان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دیسمبر پر ۳۱مه، د سيند پوليسو د يوې اعلاميې له لارې پر خلکو غږ وکړ چې له هوايي ډزو ډډه وکړي. په اعلاميه کې راغلي وو چې د خوشالۍ ورځ په غم مه بدلوئ.
د ۲۰۲۶ میلادي کال له پیل سره، د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې میلیونونه خلکو په بېلابېلو ښارونو کې د اورلوبو، کنسرټونو او ځانګړو مراسمو له لارې د نوي کال هرکلی وکړ. له ارام سمندر څخه تر منځني ختیځ او اروپا پورې، لوی ښارونه د رڼا او موسیقۍ د نندارو کوربانه وو.
تر ډېره پورې دا مراسم په ارامه تېر شول. خو په سويټزرلينډ کې پوليس ويلي چې د 'کرانز-مونټانا په نوم سیمه کې د نوي کال په شپه د يو بار دننه چاودنې او اور لګېدنې پيښې ۴۰ کسان وژلي دي. تر اوسه معلومه نه ده چې د اور لګېدو او چاودنې لامل څه وو خو پولیس وايي دا کوم برید نه بلکې حادثه ښکاري.