د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي د طالبانو حکومت دې په افغانستان کې د "ترهګرو ډلو پرضد موثره اقدامات" وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت  ویانده ممتاز زهرا بلوڅه د خبري غونډې پر مهال. (انځور: ارشیف)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوڅه د خبري غونډې پر مهال. (انځور: ارشیف)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د طالبانو پر حکومت غږ کړی دی چې په افغانستان کې دې د "ترهګرو ډلو پرضد موثره اقدامات" وکړي.

د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د نومبر پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د اونیزې خبري غونډې پر مهال د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې "ترهګرې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه" لري.

نوموړې وویل چې د طالبانو پر حکومت ټینګار کوي چې د دې په وینا، د پاکستان تکراري غوښتنې دې جدي واخلي او د ترهګرو ډلو پرضد دې سمدستي او موثر اقدامات وکړي.

د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې په بیا بیا تور پورې کړی دی چې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون هغو وسلوالو ډلو ته پټنځایونه ورکړي دي چې په پاکستان کې حملې کوي.

خو د طالبانو حکومت دا تور په کلکه ردوي او وايي چې هېڅ وسلوالې ډلې ته یې پټنځای نه دی ورکړی. د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمد الله فطرت د نومبر پر ۱۱مه وویل چې د پاکستان حکومت دې "د خپلو ستونزو حل په خپل هېواد کې دننه" ولټوي.

نوموړي زیاته کړه چې د طالبانو حکومت "هېچا ته اجازه نه ورکوي" چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد وکاروي. خپله تحریک طالبان پاکستان هم ویلي دي چې وسلوال یې په پاکستان کې فعالیت کوي او په بل هېواد کې پټنځي ته اړتیا نه لري.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG