د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د تېلو په قېمت کې بیا کمی اعلان کړی دی


د پټرولو د يوه ليټر په بیه کې ۴.۷۴ او د يو ليټر ډيزلو په بیه کې ۳.۸۶ روپۍ کمي شوې ده.
د پټرولو د يوه ليټر په بیه کې ۴.۷۴ او د يو ليټر ډيزلو په بیه کې ۳.۸۶ روپۍ کمي شوې ده.

د پاکستان د خزاني وفاقي وزارت د پيټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې کمی اعلان کړی دی.

د یاد وزارت له خوا د جون پر لومړۍ نېټه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د پټرولو د يوه ليټر په بیه کې ۴.۷۴ او د يو ليټر ډيزلو په بیه کې ۳.۸۶ روپۍ کمي شوې ده.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان سرکاري ټيلي وژن له خوا پر ایکس پاڼه د وزيراعظم شهباز شريف له حوالې د پيټرولو او ډيزلو په یو لیټر کې د ۱۵ او ۷ روپیو د کمي خبر خپور شوی وو.

خو وروسته يې هغه خبر له پاڼې لرې کړو. تر هغه وروسته د وزيراعظم دفتر یو وضاحت خپور کړ او ویې ویل چې په هغه خبر کې خپاره شوي ارقام زاړه ول.

په بيان کې د وزيراعظم په حواله ويل شوي چې "د حكومت ولس دوسته پالېسو" په نتيجه کې د ګرانۍ په شرح کې د دوی په وینا، "څرګند كمی او اقتصادي استحکام راغلى دی."

د پټروليم مصنوعاتو نوې نرخونه د جون له لومړۍ نېټې عملي‌ شوي دی.

د يادوني وړ ده چې حکومت په تېره يوه مياشت کې د پټرولو په نرخ کې ۲۵ روپۍ او د ډيزلو په نرخ کې تر شلو روپیو کمي کړې ده.

تر دې وړاندې حکومت د مې په ۱۵ مه نېټه د پټرولو په بیه کې ۱۵ روپۍ او د ډیزلو په بیه کې ۷ روپۍ کمولو اعلان کړی وو.

په پاکستان که تل اپوزېشن د نور څه تر څنګ د تېلو د نرخونو پر سر د وخت پر حکومت سختې نیوکې کوي‌ خو حکومتي دریځ زیاتره وخت دا دلیل وړاندې کوي چې د تیلو نرخونه له نړیوال مارکیټ سره تړلي دي.

دا ځل حکومت د پټرولیم مصنوعاتو بیې تر تمې زیاتې کمې کړې دي او دا په داسي حال کې ده چې په روانه جون مياشت کې وفاقي بجټ وړاندي کېږي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان وفاقي حکومت په داسې وخت کې د راتلونکي مالي کال لپاره بجټ وړاندې کوي چې پاکستان لا هم له جدي اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی.

د اپوزېشن او په ځانګړې توګه ملتپال ګوندونه وار له مخه ادعا کوي چې پاکستان کنګال شوی دی خو حکومت دا ردوي.

XS
SM
MD
LG