د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاعر او ليکوال عزت الله ځواب د طالبانو له بنده خوشې شوی دی


افغان شاعر او ليکوال عزت الله ځواب ـ پخوانی انځور
افغان شاعر او ليکوال عزت الله ځواب ـ پخوانی انځور

د پښتو ژبې شاعر او لیکوال عزت الله ځواب د طالبانو له شاوخوا څلور میاشتي بند وروسته خوشې شوی دی.

د نوموړي زوی عطاالله ځواب د مې پر ۲۰مه پر خپله فیسبوک پاڼه د خپل پلار عزت الله ځواب یو تازه عکس خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي چې "پلار جان مې پخیر راخلاص شو او کور ته راغی."

عزت الله ځواب په ننګرهار کې د مينې په نامه مجله خپروي او د خپلو انتقادي شعرونو له امله مشهور وو.

د عزت الله ځواب يو بل زوی نصرت ارمان له ځينو رسنيو سره د خبرو پر مهال ويلي وو چې پلار يې د جنورۍ پر ۲۴مه د مجلې د چاپ په کارونو پسې وتلی وو چې ونيول شو.

د عزت الله ځواب له نيول کېدو وروسته يو شمېر ليکوالانو او مدني فعالانو د طالبانو پر حکومت غږ کړی وو چې نوموړي خوشي کړي.

پر دې سربېره د ځواب د کورنۍ غړو هم د هغه د روغتيا په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.

د طالبانو حکومت لا تر اوسه د عزت الله ځواب د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG