د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټانک پر پولېنګ سټېشن په برید او نښته کې ۱ مشکوک وسلوال وژل شوی دی


په ټانک کې ښځې په پولېنګ سټېشن کې ووټ اچوي - د فبرورۍ اتمې انځور.
په ټانک کې ښځې په پولېنګ سټېشن کې ووټ اچوي - د فبرورۍ اتمې انځور.

چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا په ټانک کې د قامي اسمبلۍ د ۴۳مې حلقې د څوکۍ لپاره د انتخاباتو پر مهال پر یو پولېنګ مرکز تر ډزو وروسته په نښته کې یو مشکوک وسلوال وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر ۱۹مه د ټانک د کوټ اعظم په یو او د ډېره اسماعیل خان د کلاچۍ په پینځو مرکزونو کې د رایې اچونې عمل د سهار پر اته بجو پیل شو چې بې له ځنډه به د مازیګر تر پینځو پورې روانه وي.

د ټانک د پولیسو مشر افتخار علي شاه مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو سهار شاوخوا ۱۱ بجې په کوټ اعظم کې پر پولېنګ سټېشن ډزې وکړې چې هلته موجودو پولیسو یې ځواب ووایه او په نښته کې یو مشکوک وسلوال ووژل شو.

دی وايي، تر دې وروسته د ووټ اچونې بهیر تر څه وخته وځنډېد چې وروسته بحال شو.

د ووټ اچونې پر مرکز د ډزو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په همدې حال کې د کلاچۍ په پینځو مرکزونو کې د ووټ اچولو بهیر روان دی.

د فبرورۍ پر اتمه د عامو انتخاباتو پر مهال د ټانک په کوټ اعظم او د ډېره اسماعیل خان په کلاچۍ کې په دوو بریدونو کې پینځه پولیس او یو پوځي سرتېری ووژل شول. تر دې پېښو وروسته چارواکو د دواړو سیمو په شپږو پولېنګ سټېشنونونو کې د رایې اچونې عمل وځنډاوه. په هغو دواړو ضلعو کې د شویو حملو ذمه واري چا نه وه منلې.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG