د لاسرسي ځای

تازه خبر

شانګله کې د یو خپلواک نوماند او پولیسو ترمینځ نښته کې ۳ تنه وژل شوي دي


په سوات کې پولیس سرتېري د تحریک انصاف له غونډې سره نېږدې ولاړ دي ـ پخوانی انځور.
په سوات کې پولیس سرتېري د تحریک انصاف له غونډې سره نېږدې ولاړ دي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په شانګله کې د تحریک انصاف او پولیسو ترمینځ په نښته کې درې کسان وژل شوي او ۱۰ ژوبل شوي دي.

نښته د فبرورۍ نهمې پر ماښام هغه مهال وشوه چې د تحریک انصاف پلویانو په انتخاباتو کې د درغلۍ په تور پورې کولو مظاهره پیل کړه.

د شانګلې د قامي اسمبلۍ د ۱۱مې حلقې د څوکۍ د غیرحتمي او نارسمي نتیجو له مخې د مسلم لیګ (ن) سیاستوال امیر مقام انتخابات ګټلي دي خو د هغه سیال ازاد کاندید سید فرین، چې د تحریک انصاف ملاتړ ورسره دی، دعوه کوي چې په انتخاباتو کې درغلي شوې ده.

په شانګله کې د مرستندویه او ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) یو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وویل چې مظاهرچیانو لومړی د سیمې په الپورۍ کې احتجاجي پرلت وواهه خو وروسته یې د ټاکنو کمېشن دفتر پر لوري لاریون پیل کړ او ځینې ځایونو ته یې اور واچاوه.

دی وايي، پولیسو د مظاهرچیانو منتشرولو لپاره ډزې وکړې چې مرګژوبله یې واړوله.

پولیسو او نورو حکومتي چارواکو لا د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

تر پېښې وروسته په سیمه کې حالات ترینګلي دي او د امنیتي ځواکونو اضافي سرتېري ځای پر ځای شوي دي.

شانګله له پېښوره څه د پاسه ۲۰۰ کېلومیټره لیرې، د ملاکنډ ډېوېژن سیمه ده چې له سوات، بونېر او بټګرام سره پوله لري.

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه انتخابات وشول. په انتخاباتو کې د مبینه درغلۍ ضد په ځینې سیمو کې احتجاجونه شوي دي.

خو د انتخاباتي کمېشن مشر سکندر سلطان راجا وايي چې په هېواد کې انتخابات پوره شفاف او منصفانه ول.

داراز، د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر ګوهر اعجاز د فبرورۍ پر نهمه وویل چې که نګران وفاقي حکومت سم نیت نه لرلای نو د عامو انتخاباتو نتیجې به تر اوسنیو هغو بدلې وای.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG