د لاسرسي ځای

تازه خبر

سریلنکا د کرکټ په یوازېنۍ ټسټ لوبه کې افغانستان ته ماته ورکړه


دا د افغانستان او سريلنکا ترمنځ یوازېنۍ ټسټب لوبه وه.
دا د افغانستان او سريلنکا ترمنځ یوازېنۍ ټسټب لوبه وه.

د سریلنکا د کرکټ لوبډلې د فبروۍ پر پنځمه په یوازېنۍ ټسټ لوبه کې افغانستان ته په لسو وکټونو ماتې ورکړه.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ دا لوبه د فبرروۍ پر دویمه د کوربه هیواد سريلنکا په پلازمېنه کولمبو کې پیل شوې وه او نن په څلورمه ورځ د سرلنکا په بریالیتوب پای ته ورسېده.

افغانستان په دې لوبه کې لومړی په بېټنګ پیل کړی وو او په خپل لومړي اننګز کې یې ۱۹۸ منډې کړې وې او ټول لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

د افغانستان له هغه رحمت شاه ۹۱، نور علي ځدراڼ ۳۱، اکرام علي خېل او قېس احمد ۲۱، ۲۱ منډې کړې وې.

په ځواب کې د سرلنکا لوبډلې په خپل لومړي اننګز کې ۴۳۹ منډې جوړې کړې وې. د سریلنکا له خوا انجلیو مېتیو ۱۴۱، دنېش چندیمال ۱۰۷ او دیموت کاروناراتنې ۷۱ منډې کړې وې.

د افغانستان له خوا نوید ځدراڼ څلور وکټې اخیستې وې او ورسره نجات مسعود او قېس احمد دوه دوه لوبغاړي سوځولي وو.

افغان لوبډلې د دویم اننګز په پیل کې د لومړۍ هغه پرتله ډېره په زړه پورې لوبه وکړه. ابراهیم ځدراڼ ۱۱۴ ، رحمت شاه ۵۴ ، نور علي ځدراڼ ۴۷ او ناصر جمال ۴۱ منډې وکړې.

د ابراهیم ځدراڼ او رحمت شاه تر سوځېدو وروسته د افغانستان پنځه لوبغاړي یوازې د ۱۳ منډو پر جوړولو اوټ شول چې له کبله د سریلنکا لوبډلې ته یوازې د ۵۶ منډو هدف ورکړل شو. یادې لوبډلې هغه بې له څه زیانه پوره کړ او لوبه یې په لسو وکټونو وګټله.

د افغانستان او سریلنکا ترمنځ به له دې وروسته د فبرورۍ پر ۹مه، ۱۱مه او ۱۴مه درې یو ورځنۍ‍ یا ۵۰ اووریزې لوبې ترسره کېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د یو ورځنیو لوبو لپاره د حشمت الله شهیدي په مشرۍ لوبډله اعلان کړې ده. راشد خان لا هم د ناروغتیا له کبله په دې لوبو کې نه دی شامل کړل شوی.

راشد خان د افغانستان د کرکټ لوبډلې تر ټولو مهم بالر بلل کېږي خو هغه له تېرې څه مودې راهسې په ملا کې د عملیاتو له کبله له لوبډلې بهر دی.

نوموړي د پاکستان د کرکټ له تجارتي لیګ "پاکستان سپر لیګ" له لوبو هم ځان اېستلی دی. ټاکل شوې وه چې راشد خان د فبرروۍ له ۱۷مې د مارچ تر ۱۸مې په ترسره کېدونکي دې سیالیو کې د لاهور قلندرز لوبډلې له خوا ولوبېږي.

خو دا تر اوسه نده معلومه چې ایا راشد خان به د سریلنکا په وړاندې د فبرورۍ پر ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۱مه په ۲۰ اوویزو لوبو کې لوبېږي او که نه؟

XS
SM
MD
LG