د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روڼتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې درغلۍ لا زیاتې شوې دي‌


کابل کې د فساد پر ضد د کمپاین یو پخوانی تبلیغاتي بینر - ارشیف
کابل کې د فساد پر ضد د کمپاین یو پخوانی تبلیغاتي بینر - ارشیف

د روڼتیا یا شفافیت نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې په ۲۰۲۳م کال کې د ۲۰۲۲م کال پرتله درغلۍ یا اداري فساد زیات شوی دی.

د دې سازمان له خوا د جنورۍ پر ۳۰مه په خپاره شوي رپورټ کې ویل شوي چې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې د شفافیت له پلوه د ۲۰ نمرو په اخیستو ۱۶۲ ځای خپل کړی دی.

د روڼتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۲ کال په رپورټ کې افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې له فساد سره د مبارزې له اړخه ۱۵۰م هېواد و، خو په ۲۰۲۱ کال کې یې ۱۷۴ او ۲۰۲۰ کال کې ۱۶۵ ځای درلود.

د روڼتیا نړیوال سازمان اندېښنه ښودلې چې په ټوله نړۍ کې اداري فساد مخ په ډېرېدو دی، خو یو شمېر هېوادونو بیا د دې پدېدې د قابو کولو لپاره ښه ګامونه پورته کړي دي.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال له لوږې سره مخامخ دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:57 0:00


یاد شوی سازمان هر کال د خپلې اروزنې پر بنسټ د نړۍ ۱۸۰ هېوادونو کې د اداري فساد کچه او د مخنیوي لپاره یې د حکومتونو هلې ځلې ارزوي چې دا رپورټ یې ښيي، د تېر ۲۰۲۲ کال په پرتله د طالبانو په حکومت کې اداري فساد د کمېدو پر ځای زیات شوی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې رپورټ په اړه د مشال راډیو پوښتنه ځواب نکړه، خو وړاندې یې تل ادعا کړې چې دوی د اداري فساد د مخنیوي په برخه کې جدي دي.

یو شمېر افغانان بیا وايي، په ادارو کې عدم شفافیت او اداري فساد لا هم پر خپل ځای دی.

د کابل یو اوسېدونکي‌ د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، "طالبان د دې دعوه نشي کولای چې دوی فساد په بشپړ ډول له‌منځه وړی او دوی په کې دخیل نه‌ دي. دوی په ګمارنو کې له خلکو پیسې غواړي، کوچنیو او لویو کاروبارونو کې پیسې غواړي او ګمرکاتو کې فساد اوج کې دی. "


د کابل یوه بله اوسېدونکې بیا وايي، اداري فساد تر دې کچې دی چې طالب چارواکي د مرستندویه ادارو په مرستو کې هم لاسوهنه کوي.

هغه زیاتوي، "وړاندې هم چې کومې مرستې له افغانستان سره کېدې، لږې به یې خلکو ته رسېدې، اوس دوی هم هغسې کوي. خلک له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. "

د رونټیا نړیوال سازمان لخوا په افغانستان کې داسې مهال د شفافیت د کمېدو رپورټ خپرېږي چې د همدې سازمان د رپورټ پر بنسټ، د افغانستان ګاونډی پاکستان توانېدلی چې د تېر کال په پرتله ښې نومرې واخلي او له ۱۴۰ څخه ۱۳۳م ځای ته پورته ولاړ شي.

د روڼتیا د نړیوال سازمان په رپورټ کې ډنمارک یو ځل بیا د ۹۰ نمرو په تر لاسه کولو د یاد نوملړ په سر کې ځای لري. فنلېنډ بیا د ۸۷ نمرو په تر لاسه کولو دویم او نیوزیلېنډ د ۸۵ نومرو په ترلاسه کولو درېیم ځای خپل کړی دی.

سومالیا بیا د ۱۱ نومرو په تر لاسه کولو لکه د تېر کال په څېر د شفافیت له پلوه تر ټولو خراب یعنې ۱۸۰ یم مقام کې ده.

رپورټ: امید زهیرمل

XS
SM
MD
LG