د پاکستان ولسمشر عارف علوي د سپریم کورټ د لوړپوړي قاضي اعجاز الاحسن استعفا منلې ده.
د ولسمشر دفتر د جنورۍ پر ۱۲مه پر اېکس په بیان کې لیکلي دي چې علوي د لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ په مشوره د قاضي احسن استعفا منظوروي.
دا د سپريم کورټ دویم قاضي دی چې په يوه اوونۍ کې دننه یې استعفا وکړه.
جسټس اعجاز الاحسن د جنورۍ پر ۱۱مه ولسمشر ته په خپل استعفالیک کې د څوکۍ پرېښوولو لامل نه دی په ډاګه کړی، خو ليکلي يې دي چې نور د سترې محکمې د قاضي په توګه کار نه کول غواړي او د ایین د ۲۰۶مې مادې د لومړۍ برخې له مخې سمدستي څوکۍ پرېږدي.
ټاکل شوې وه چې اعجاز الاحسن د روان کال په اکتوبر کې د چیف جسټس قاضی فایز عیسا د کاري مودې تر پوره کېدو وروسته د سپريم کورټ مشر قاضي شوی وای.
تر نوموړي وروسته د کار، تجربې او سابقې پر اساس دویم لوړپوړی قاضي طارق مسعود دی خو هغه به د ۲۰۲۴ز کال په مارچ کې تقاعدېږي ځکه چې د اساسي قانون له مخې، یو کس یوازې تر ۶۵ کلنۍ پورې د سپریم کورټ د قاضي په توګه دنده ترسره کولای شي.
پر دې اساس ټاکل شوې چې د قاضي اعجاز الاحسن تر استعفا وروسته به جسټس منصور علي شاه په اکتوبر کې د سپريم کورټ مشر قاضي شي.
تر قاضي احسن مخکې د جنورۍ پر ۱۰مه د سپريم کورټ يو بل قاضي مظاهر علي نقوي له خپلې څوکۍ استعفا ورکړې وه چې ولسمشر د جنورۍ پر ۱۱مه ومنله.
پر نوموړي د قاضیانو د قواعدو او ضوابطو د سرغړونې د تورونو یوه مقدمه هم په ستره عدلي شورا (سپریم جوډیشل کونسل) کې روانه وه. د پاکستان له اساسي قانون سره سم، یوازې ستره عدلي شورا د قاضيانو پر ضد د پلټنو او د هغوی د ګوښه کولو واک لري.
په هغه مقدمه کې پر نقوي تور پورې شوی وو چې ځينې شتمنۍ او مالي حسابونه یې تر امدن یا ګټې زیات دي، خو نوموړي پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي ول.