د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان لپاره د پاکستان او امريکا ځانګړي استازي د همکاريو پر زیاتولو غږېدلي دي


ټام وېسټ (له ښي لوري لومړی) د ډېسېمبر پر اوومه له اصف دراني (له کیڼې خوا دویم) سره خبرې کوي.
ټام وېسټ (له ښي لوري لومړی) د ډېسېمبر پر اوومه له اصف دراني (له کیڼې خوا دویم) سره خبرې کوي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي ټام وېسټ، چې د سیمې د څلورو هېوادونو ته یې سفر پیل کړی، په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سیال اصف دراني سره لیدلي دي.

اصف دراني د ډېسېمبر پر اوومه پر اېکس (پخواني ټوېټر) له ټام وېسټ سره د کتنې خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې ورسره یې د افغانستان پر بېلابېلو مسلو خبرې کړي دي.

دراني داراز ویلي چې هغه او ټام وېسټ د امریکا او پاکستان ترمینځ د همکارۍ او همغږۍ پر زیاتېدو تینګار وکړ.

دا په دې اوونۍ کې دويم لوړپوړی امریکايي چارواکی دی چې پاکستان ته سفر کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې د کډوالو، نفوس او بې کوره شويو په برخې کې مرستیاله وزیره جولیتا والس نویس د ډېسېمبر له څلورمې تر شپږمې پورې په پاکستان کې له چارواکو سره خبرې وکړي.

د وزارت په بیان کې راغلي چې د هغې د سفر هدف له خطر سره مخامخ اشخاصو د ساتنې لپاره د ګډو هڅو او په خوندي توګه امريکا ته د هغوی افغان کډوالو لېږدول ول چې پخوا یې په افغانستان کې له امريکايانو سره کار کړی وو. هغه خلک دا مهال په پاکستان کې د امريکا ویزو ته منتظر دي.

ټام وېسټ هم پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې سیمې ته یې د دوشنبې په ورځ سفر پيل کړی دی او د دې ۱۰ ورځني سفر په لړ کې پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عرب ته ځي.

XS
SM
MD
LG