د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هند کې د افغانستان سفارت بيا فعال شوی دی


د هند په سرښار نوي ډيلي کې د افغانستان د سفارت ودانۍ يو پخوانی انځور.
د هند په سرښار نوي ډيلي کې د افغانستان د سفارت ودانۍ يو پخوانی انځور.

د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې د افغانستان د سفارت د قونسلي چارو د بیا پیل خبر ورکړل شوی دی.

د هند په حیدراباد کې د افغانستان جنرال قونسل وايي، په نوي ډیلي کې یې د هند د حکومت پر غوښتنه د افغانستان د سفارت د قونسلي مسوولیت اخیستی دی.

تر دې مخکې د هند لپاره د افغانستان د تېر جمهوري نظام له خوا د ګمارل شوي سفیر فرید ماموندزي په مشرۍ د افغانستان سفارت د نومبر پر ۲۴مه پر اېکس پاڼه په یوه اعلامیه کې د سفارت د بشپړ تړلو اعلان کړی وو او لامل يې د هندي حکومت فشار او د ډېپلوماټیک ملاتړ نه شتوالی ښوولی وو.

په اعلامیه کې لیکل شوي ول چې وار له مخه یې د اکتوبر له لومړۍ راهیسې په هند کې خپل فعالیتونه ځنډولي ول او هیله یې لرله چې د هند حکومت یو داسې دریځ غوره کړي چې د دوی د فعالیتونو د دوام لپاره اغېزناکه وي.

په حیدراباد کې جنرال قونسل سید محمد ابراهیم‌خېل او په ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسلې ذکیې وردګ د نومبر پر ۳۰مه په نوي ډیلي کې د سفارت په انګړ کې د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ پورته کولو ویډیو هم خپره کړې ده.

ابراهیم‌خېل ویلي، مخکينی بیرغ زوړ شوی و، چې پر ځای یې نوی بیرغ پورته کړل شو.

نوموړي زیاته کړه: "د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزارت موږ دواړو جنرال قونسلانو ته وویل چې ځانونه ژر د بهرنیو چارو وزارت ته ورسوئ، کله چې هلته لاړو، دوی وویل هغسې چې دوې میاشتې مخکې مو ویلي ول چې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت نه تړل کېږي، دوی له موږ هیله وکړه چې د ممبۍ او حیدراباد د کارونو تر څنګ د سفارت قونسلي چارې هم پرغاړه واخلو."

په هند کې د افغانستان سفارت د فعالیت بندېدو له کبله هلته د مېشتو افغانانو ستونزې زیاتې شوې وې. په تصویر کې د سفارت دروازه کې مراحعین لیدل کېږي.
په هند کې د افغانستان سفارت د فعالیت بندېدو له کبله هلته د مېشتو افغانانو ستونزې زیاتې شوې وې. په تصویر کې د سفارت دروازه کې مراحعین لیدل کېږي.

ذکیې وردګ ویلي چې سفارت به خپل کارونه په عادي ډول پرمخ بیايي او افغانانو ته به خدمات وړاندې کوي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ویلي وو، ډېر ژر به دغه سفارت بېرته پرانیستل شي.

په هغه ویډیو کې چې ځايي رسنيو د نومبر پر ۳۰مه خپره کړې، سید محمد ابراهیمخېل او ذکیې وردګ د طالبانو له حکومت سره د خپلو تماسونو خبره نه ده کړې.

د هند په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو پاکستان، ترکیې، روسیې، چین او ځینو نورو هېوادونو د طالبانو سفارتکاران منلي دي.

XS
SM
MD
LG