د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د اينجینرۍ زده کوونکو په لاس د جوړو شويو ګاډو نندارتون شوی


د پېښور د انجینیرۍ پوهنتون محصل عمر حبیب د خپل جوړ کړي ګاډۍ سره په نمایش کې ولاړ دی: انځور نومبر ۱۸، کال ۲۰۲۳
د پېښور د انجینیرۍ پوهنتون محصل عمر حبیب د خپل جوړ کړي ګاډۍ سره په نمایش کې ولاړ دی: انځور نومبر ۱۸، کال ۲۰۲۳

په پاکستان کې د انجينيرنګ پوهنتونونو زده کونکو جوړکړو ګاډو لومړی نمايش د اسلام اباد په نېشنل يونيورسټي اف ساينس اينډ ټيکنالوجي (نسټ) کې دوام لري.

د "پېسټن کپ" په نوم په دې نمايش کې د ۱۳ پوهنتونونو ۱۸۷ زده کونکي برخه اخلي. دوی خپل جوړ کړي ګاډي نمايش ته وړاندې کوي او په نسټ کې د دې مقصد د پاره جوړ شوي ټرېک باندې يې زغلوي.

د نمايش يو منتظم پروفيسر محمد اخلاق وايي چې پخوا به د دوی د پوهنتون زده کوونکي په داسې غونډو کې ګډون لپاره امريکا ته تلل. دی وايي چې د امريکا په کېليفورنيا ايالت کې به دا غونډه جوړيده خو اوس د اقتصادي ستونزو په وجه دوی نه شي کولای چې هلته لاړ شي نو ځکه يې په ملک کې د ننه دا غونډه راجوړه کړه.

ده په نسټ کې په ټريک د ګاډو د زغلولو په مهال مشال ريډيو ته وويل: "دا مونږ په لومړي ځل په پاکستان کې د پوهنتونونو تر مينځ د ډيزاين، مينوفيکچر او کمپيټ مقابلې راجوړې کړي. په دې کې زده کوونکي زمونږ په ښودل شوي ډيزاين باندې ګاډي جوړوي. دا زمونږ لومړی کوشش دی. پخوا به مونږ د دې لپاره بهر ملکونو ته تلو، خرچې ډيرې دي او نن سبا اقتصادي ستونزې دي نو مونږدا دلته ارينج کړو چې هسې نه زمونږ زده کوونکي بهر ته د نه تلو په وجۀ دا صلاحيت هير نه کړي."

په دوبۍ کې د الوتکو نندارتون ترسره شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:07 0:00


له خيبر پښتونخوا څخه د انجینرۍ پوهنون (يونيورسټي اف انجينيرنګ اينډ ټيکنالوجي پيښور) زده کوونکي هم د خپل استاذ پروفيسر افضال خان په مشرۍ کې په نمايش کې د ګډون د پاره راغلي دي. د دې پنځه کسيزه ډلې مشر عمر حبيب وایي چې دوی خپل جوړ کړی ګاډی نندارې ته وړاندې کړو. ده د خپل ګاډي د ځانګړنو په حقه مشال ريډيو ته وويل: "د دې ډيزاين کمال دا دی چې دا يو اف روډ ډيزاين دی او هر قسم ټرېک لپاره جوړ دی. دا يو روبسټ ډيزاين دی او د دی اينډيورينس هم چيک کيږي. په دې کې خصوصيات دا دي چې د دی سسپنشن، سيفټي او رول ګيج سسټم داسې جوړ دي چې دا د هر قسمه ماحول او ټريک د پاره مناسب دی. دا مونږ په دوو مياشتو کې جوړ کړی دی او ۱۱۰ سي سي خصوصي انجن مو پکې لګولی دی."

د خوست په یوه لېسه کې د ساینسي ماډلونو نندارتون جوړ شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:53 0:00


د بيلا بيلو پوهنتونونو نه راغلو زده کوونکو وويل چې د دوی لپاره په دې نمايش کې برخه اخیستل ډېره د عزت او افتخار خبره ده. دوی وويل چې که څوک سرمايه دار يا کومه کمپني د دوی په جوړکړو ګاډو کې دلچسپي واخلي نو دوی یې په تجارتي او کاروباري بنيادونو هم جوړولی شي. په نمايش کې برخه اخیستونکي محمد امشا خان په دې اړه مشال ريډيو ته وويل: "زه د يو اې ټې پشاور نه راغلی يم. دلته په دې مقابله کې مې برخه واخیسته. په دې کې د ملک د مختلفو يونيورسټو نه ټيمونه راغلي دي، زه د نسټ د انتظاميې هم شکر ګزار يم چې دومره ګټوره غونډه يې راجوړه کړه. دا ډير مثبت او ښه فعاليت دی. زه هيله لرم چې په مستقبل کې به هم داسې فعاليتونه کيږي."

په اسلام اباد کې د انجینیرۍ د پوهنتونونو د زده کوونکیو دا نمايش د نومبر په ۱۹مه پای ته رسي او تر ټولو ښه ګاډي جوړونکې ډلې ته به ۶ لکه روپۍ انعام ورکول کيږي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG