د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلامي همکارۍ سازمان پلاوي په کابل کې له طالب مشرانو سره کتلي


د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو بیرغونه
د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو بیرغونه

د اسلامي همکاریو سازمان وایي چې افغانستان ته د دوی د پلاوي د سفر هدف دا دی چې طالبان وهڅوي، څو نجونې ښوونځيو ته پرېږدي او د نجونو او ښځو د کار مخه ونه نیسي.

د اسلامي همکاریو سازمان په هغه راپور کې، چې په خپله وېبپاڼه کې یې خپور کړی دی لیکلي دي، چې افغانستان ته د دوی د هیات سفر په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې د عمومي سکرتریت د اجراییوي کمیټې او د اسلامي هیوادو د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا د پریکړو په تعقیب د اسلامي همکاریو د سازمان له مشر څخه اسلامي عالمانو او فقهاوو غوښتي چې افغانستان ته یو پلاوی واستوي.

په دې راپور کې راغلې دي، چې له طالبانو سره پر یوشمېر موضوعاتو خبرې ډیرې مهمې دي، لکه: په اسلام کې تحمل او زغم، اعتدال، د نجونو تعلیم او د ښځو کار.

د دغه سازمان پلاوی د سېپټمېبر په لومړۍ نېټه کابل ته ولاړ او له یوشمیر افغان عالمانو، د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي او یوشمیر نورو طالب چارواکو سره یې وکتل.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي، چې متقي د دې غونډې پر مهال د اسلامي همکاریو له سازمان او اسلامي هیوادونو وغوښتل چې "د افغان ولس او حکومت ننګه وکړي او هیله یې څرګنده کړه چې دوی به په افغانستان کې په خپلو سترګو لیدلی حالت او موجود وضعیت او واقعیتونه تر خپلو چارواکو، ولسونو او نړیوالو ورسوي."

د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي سره لیدلي
د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي سره لیدلي

ضیا احمد تکل دا خبره هم د متقي په وینا لیکلي ده، چې ده د اسلامي همکاریو د سازمان له پلاوي هیله وکړه، چې په افغانستان کې له رامنځته شویو فرصتونو سالمه ګټه واخلي او د متقابلو ګټو په پام کې نیولو سره دې په بیلابیلو برخو کې د پانګونې ترڅنګ اقتصادي پروژې پلې کړي.

په دې پلاوي کې د اسلامي همکاریو د سازمان مرستیال شیخ عزام، د افغانستان لپاره د دې سازمان ځانګړی استازی طارق علي بخیت او د سعودي عربستان، ترکیې او د متحده عربي اماراتو د عالمانو ترڅنګ د بحرین، اردن، مالیزیا، اندونیزیا، چاد، ګیني او یوشمیر نورو اسلامي هیوادونو او د اسلامي فقهې د نړیوال مرکز عالمان شامل دي.

د طالبانو حکومت وایي، چې دغه پلاوي په خپلو خبرو کې له فساد او نشه اي موادو سره د دوی مبارزه ستایلې ده، خو تر اوسه دوی د دې سازمان د اصلي غوښتنې په تړاو چې نجونو ته دې اجازه ورکړي چې ښوونځيو ته ولاړې شي او ښځې کار ته پریږدي، څه نه دې ویلي.

طالبانو د خپلې بیا واکمنۍ له پیله تر اوسه له شپږم ټولګي ورپورته نجونې له زده کړو ګرځولې دي، پروسږکال دسمبر میاشت یې د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو پرمخ وتړلې او د تېرمیلادي کال په وروستیو کې یې په اکثرو غیردولتي موسسو کې د ښځو او نجونو پر کار بندیز ولګاوه.

XS
SM
MD
LG