د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او افغانستان سبا د کرکټ لومړۍ لوبه کوي‌


پاکستان او افغانستان تر اوسه په بېلا بېلو وختونو کې له یو بل سره څلور یو ورځنۍ لوبې کړې دي چې ټولې پاکستان ګټلې دي. (انځور له ارشيفه)
پاکستان او افغانستان تر اوسه په بېلا بېلو وختونو کې له یو بل سره څلور یو ورځنۍ لوبې کړې دي چې ټولې پاکستان ګټلې دي. (انځور له ارشيفه)

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کرکټ درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه د اګست پر ۲۲مه ترسره کېږي.

ټاکل شوې ده چې دا لوبه د پېښور له وخت سره سمه ماسپښین دوه نیمې او د کابل پر وخت دوې بجې پیل شي.

افغانستان تر دې وړاندې په متحده عربي اماراتو، هندوستان او قطر کې د خپلو مېلمه لوبډلو کوربتوب کړی دی، خو دا لومړی ځل دی چې په سري لنکا کې کوربتوب کوي.

د دې سېریز لومړۍ دوې لوبې د اګست پر ۲۲مه او ۲۴مه په همبن ټوټا او درېمه هغه به یې د اګست پر ۲۶مه په کولمبو کې کېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ غوراوي کمېټۍ مشر اسد الله خان د اګست پر شپږمه د پاکستان په وړاندې لوبېدو لپاره د حشمت الله شهيدي په مشرۍ ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړې وه.

د پاکستان کرکټ بورډ د اګست پر نهمه د افغانستان پر وړاندې د لوبو لپاره ۱۸ کسیزه لوبډله اعلان کړې وه چې مشري یې بابر اعظم کوي.

په نورو لوبغاړو کې محمد رضوان، عبدالله شفیق، فهیم اشرف، فخر زمان، حارث رووف، افتخار احمد، امام الحق، محمد حارث، محمد نواز، محمد وسیم، نسیم شاه، سلمان اغا، سعود شکیل، شاداب خان، شاهین شاه اپرېدی، طیب طاهر او اسامه میر شامل دي.

افغانستان به د لومړي ځل لپاره د پاکستان پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ یا سېریز ترسره کړي.

پاکستان او افغانستان تر اوسه په بېلا بېلو وختونو کې له یو بل سره څلور یو ورځنۍ لوبې کړې دي چې ټولې پاکستان ګټلې دي.

د پاکستان او افغانستان د کرکټ ادارو وار له مخه ویلي‌ چې یو د بل پر وړاندې اعلان کړې لوبډلې به یې په راتلونکي اسیا جام کې هم برخه اخلي.

د پاکستان د کرکټ بورډ ویلي چې پاکستانۍ لوبډله به د افغانستان پر وړاندې د درو یو ورځنیو لوبو له ترسره کولو وروسته د اګست پر ۲۷مه د اسیا جام لوبو لپاره پاکستان ته ستنېږي.

ټاکل شوې چې د کرکټ اسیا جام د اګست له ۳۰مې د سېپټېمبر تر ۱۷مې په پاکستان او سري لنکا کې ترسره کېږي.

د ټورنامنټ لومړۍ لوبه به د پاکستان او نیپال ترمينځ په ملتان کې وي او افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د سېپټېمبر پر درېيمه د بنګلادېش پر وړاندې په لاهور کې ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG