د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د ۲۰ لوبډلو ترمينځ واليبال سيالۍ پای ته رسېدلي


خوست کې د واليبال سياليو منتظمين وايي، د ځوانانو یووالی، له نشه يي توکو څخه د ځوانانو راګرځول او ښوونې روزنې ته د هغوی هڅول يې هدف وو. د ۲۰۲۳ز کال د مې ۱۰مې انځور
خوست کې د واليبال سياليو منتظمين وايي، د ځوانانو یووالی، له نشه يي توکو څخه د ځوانانو راګرځول او ښوونې روزنې ته د هغوی هڅول يې هدف وو. د ۲۰۲۳ز کال د مې ۱۰مې انځور

د افغانستان په خوست ولايت کې د مې په ۱۰مه د مرکز اړوند د مهدي خېلو په سیمه کې د هغه ولایت د بېلابېلو ولسوالیو د ۲۰ لوبډلو تر مينځ د والیبال سیالۍ د مندوزیو د منتخبې لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د والیبال دغه سيالۍ له تېرې يوې مياشتې راهيسې روانې وې، چې د نندارې لپاره به له بېلابېلو سیمو څخه سلګونه کسان ورتلل.

د سیالیو پايلوبې ته د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ دوو لوبډلو لاره ومونده، چې اتلولي يې د مندوزیو منتخبې لوبډلې په خپل نوم کړه.

د لوبو یو منتظم نصیب الله مشال راډيو ته وویل چې له دې سیالیو يې موخه د ځوانانو یووالی، له نشه يي توکو څخه د ځوانانو راګرځول او ښوونې روزنې ته د ماشومانو او ځوانانو هڅول ول.

بل خوا د خوست د ورزشي امریت مسوولین وايي، په دې ولایت کې له لوبو سره د ځوانانو د لیوالتیا ډېرېدل ددې لامل شوی، چې یو شمېر روږدې کسان له نشو لاس واخلي.

د خوست په مهدي خېلو سیمه کې د ۲۰ لوبډلو تر مينځ د والیبال سیالۍ د مندوزیو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې
د خوست په مهدي خېلو سیمه کې د ۲۰ لوبډلو تر مينځ د والیبال سیالۍ د مندوزیو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

دا چې د خوست په اطرافي سیمو کې د لوبو لپار منظم میدانونه نشته، نو په عمومي ډول د لوبو سیالۍ په داسې ځایونو کې جوړیږی، چې کلي یا قبيلې د خپلو اړتیاوو لپاره تش پرې ایښي وو.

بل خوا د خوست ورزشي مسوولان وايي، دوی په هغه ولایت کې د لوبو پرمختیا ته پاملرنه کوي او په دې کار سره د ځوانانو په روغتیا او ذهني پیاوړیتا کې مثبت بدلونونه راغلي دي.

خوست د افغانستان يو له هغو ولایتونو دی چې ولس يې له ورزش سره ځانګړې مینه لري او د شاوخوا یو لک ورزشکارانو څخه یې ۴۰ زره په رسمي توګه راجسټرډ دي او د رزمي او غیر رزمي ورزشونو په تمرینونو بوخت دي.

والیبال لوبه په خوست کې له پخوا څخه دود ده او له لسګونو کلونو راهیسې يې د افغانستان په ملي لوبډله کې ځینې ورزشکاران لوبېږي.

XS
SM
MD
LG