د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست په موساخېلو کې ځوانانو کتابتون پرانیست


د کتاب علمي بهیر غړي نوبهار فتح زوی مشال راډیو ته وویل، دا کتابونه يې د خلکو په مالي بسپنه اخیستي.
د کتاب علمي بهیر غړي نوبهار فتح زوی مشال راډیو ته وویل، دا کتابونه يې د خلکو په مالي بسپنه اخیستي.

د افغانستان د خوست د موسی خېلو په لیرې پرته ولسوالۍ کې یو شمېر فرهنګپالو مدني فعالانو د ځايي خلکو او ځوانانو لپاره عامه کتابتون پرانیست.

په دې نوي عامه کتابتون کې چې د کتاب علمي بهیر په نووښت جوړ شو، د اوس لپاره یو نیم زر عنوانه بیلابیل ټولنیز، ساینسي، تاریخي او کلتوري کتابونه همدارنګه د یو شمېر مشهورو شاعرانو شعري ټولګې په کې دي.

د کتاب علمي بهیر غړي نوبهار فتح زوی مشال راډیو ته وویل، دا کتابونه يې د خلکو په مالي بسپنه اخیستي او ځینې کتابونه يې له یو شمېر لوستو کسانو چې په کورونو کې ورسره اظافه وو، راټول کړي دي. نوبهار زیاتوي چې دوی پلان لري، چې په راتلونکې کې په ځینو نورو ځایونو کې هم کتابتونونه جوړ کړي. نوموړي د ټولنې له لوستو کسانو، پانګوالو او نورو خلکو څخه د کتابونو د پېردلو په برخه کې له دوی سره د مرستې غوښتنه وکړه.

د کتابتون پرانست غونډې عکس
د کتابتون پرانست غونډې عکس

په همدې حال کې د موسا خېلو ولسوالۍ روڼ اندي او ځوانان د دوی په سیمه کې د کتابتون پرانیستې ته خوښ دي او زیاتوي، دلته يې د اقتصادي ستونزو له کبله هر ډول کتابونو ته لاسرسۍ نه لاره.

د موسا خېلو ولسوالۍ د مرغې کلي اوسیدونکی حنظله ځواک وايي: "دغه کتابتون چې تر پنځلس سوه پورې کتابونه لري، دا به د ځوانانو په ذهني ويښتیا او د دوی د وړتیاوو په لوړولو کې پوخوالی راولي، په موسی خېلو ولسوالۍ کې ډېره ستونزه د خلکو اقتصادي مشکلات دي، چې هر ډول کتابونو ته يې لاسرسۍ نه لاره، خو اوس کولای شي وړیا کتابونه ترلاسه کړي، مطالعه وکړي او خپلې وړتیاوې لوړې کړي. "

د سیمې یو بل اوسیدونکی ایوب خان وویل، دوی پخوا د خپل ذوق او علاقې وړ کتابونه نه درلودل. د ده په وینا په دې ځای کې لوستي کسان او ځوانان کتاب لوستنې سره مینه لري، خو د دوی د خوښې وړ کتابونه يې نه درلودل.

بل لوري ته خوستي روڼ اندي او مدني فعالان وايي، د خلکو او ځوانانو په ژوند، د هغوی په کرېکټرونو او راشه، درشه کې هغه مهال مثبت بدلون راځي، چې کتاب لوستنې ته مخه کړي.

ځايي مدني فعال حضرت الله ریان وايي: "د منګل میشتو سیمو لپاره د ښوونیزو مرکزونو ایجاد ډېر ضروري دی، چې په هغې کې باید کتابتونونه او مکتبونونه واوسي، په قلندر او موسی خېلو ولسوالیو کې علمي بهیر ډېر پڅ دی، اوس د شاګردان او سیمې د خلکو د پراخې مطالعې لپاره هلته کتابتون ایجاد شو، زموږ زیات فوکس په دې دی چې مطالعه باید د هغوی په ژوند کې نوښتونه رامنځته کړي. "

د کتاب علمي بهیر له دې وړاندې د خوست په اسماعیل خېلو او مندوزیو او ګربزو ولسوالیو همدارنګه مرکز کې پنځه ورته کتابتونونه جوړ کړي دي.

د خوست شیخ زاید پوهنتون، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست همدارنګه د خوست په مرکز او ولسوالیو کې یو شمېر کلتوري ټولنې له مخکې لوی او واړه کتابتونونه لري، خو مسوولین يې وايي، چې د ټولنیزو شبکو د کارونې په ډېریدو سره په ټوله کې کتاب لوستنه کمه شوې ده.

XS
SM
MD
LG