د لاسرسي ځای

تازه خبر

مذهبي لږکیو د مذهب بدلولو مخنیوي بیل پارلیمان ته د وړلو هرکلی کړی


اقلیتونه وايي،په پاکستان کې په زوره د مذهب بدلولو ستونزې سره مخامخ دي: انځور له ارشیفه
اقلیتونه وايي،په پاکستان کې په زوره د مذهب بدلولو ستونزې سره مخامخ دي: انځور له ارشیفه

په پاکستان کې مذهبي لږکیو د وزیراعظم شهباز شریف د هغه بیان هرکلی کړی چې ویلي یې وو، اسلام په جبري ډول چاته د مذهب د بدلولو اجازه نه ورکوي او دوی به یې د مخنیوي په موخه ډېر زر قانون سازي وکړي.

شهباز شریف دا څرګندونې د ډېسېمبر پر ۲۲مه کړې وې او ویلي یې ول چې د لږکیو کمېشن بیل ته به زر د قانون بڼه ورکړي. نوموړي په اسلام اباد کې د عیسوي مذهبو د مذهبي لمانځنې کرسمس په اړه جوړې شوې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل: "اسلام چاته دا اجازه نه ورکوي چې په زوره دې څوک د مذهب بدلولو ته مجبوره کړي. اسلام وايي چې په زور او زبردستۍ به څوک مذهب بدلولو ته نه مجبوروئ. په پاکستان کې چې تر دې وړاندې داسې کومې پېښې شوې دی، موږ پرې پښیمانه یو. "

شهباز شریف وړاندې وویل، د مایناریټیز کمېشن (د لږکیو کمیسون) مسوده جوړه شوې او هغه اقلیتونو ته باور ورکوي چې دا بیل به دوی زر پارلېمان ته راوړي او د قانون شکل به ورکوي.

د پاکستان اقلیتونو د وزیراعظم شهباز شریف د دې څرګندونو هرکلی کړی دی. په خیبر پښتونخوا کې د سیکانو یو مشر سرنجیت کور وايي، د وزیراعظم شهباز شریف څرګندونې ورته د منلو او قناعت وړ دي خو هغوی تمه لري چې دا خبرې عملي هم شي.

نوموړی مشال راډیو ته وویل: "اقلیتونه په زوره د مذهب بدلولو د ستونزې سره مخامخ دي او دا ډېره لویه ستونزه ده. په دې اړه د وزیراعظم ژمنې د ستاینې وړ دي خو زه وایم که دا قانون عملي شو نو په پاکستان کې اوسیدونکي اقلیتونه به ځانونه محفوظ وګڼي. "

نوموړی همدا رنګه غوښتنه کوي چې د پاکستان حکومت دې د لږکیو د تعلیم، مذهبي رسوماتو، روزګار او د صحت غم هم وخوري.

په پاکستان کې مېشت اقلیتونه وايي، مایناریټیز کمېشن بیل په دې مقصد مخې ته راوړل شوی دی چې د لږکیو پر ضد د تاوتریخوالي او په جبري ډول د مذهب د بدلولو مخنیوی وشي. دوی وايي که حکومت دا قانون عملي کړ نو ورسره به د نورو مذهبونو پیروان د خپلې عقیدې او باور مطابق خپل ژوند پر مخ وېوړل شي.

XS
SM
MD
LG