د لاسرسي ځای

تازه خبر

انګلستان له پاکستان څخه درېمه ټسټ لوبه هم وګټله


د انګلستان لوبغاړي د کراچۍ په میدان کې د درېمې ټسټ لوبې تر ګټلو وروسته د خوشالۍ پر مهال.
د انګلستان لوبغاړي د کراچۍ په میدان کې د درېمې ټسټ لوبې تر ګټلو وروسته د خوشالۍ پر مهال.

د اګلستان د کرکټ لوبډلې پاکستانۍ لوبډلې ته د درو ټسټ لوبو لړۍ په درېمه لوبه کې هم په اتو وکټونو ماته ورکړه.

د کراچۍ په میدان کې د ډېسېمبر پر ۱۷مه پیل شوې دې لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې پچه ګټلې وه او لومړی یې په خپله د بېټنګ کولو پرېکړه کړې وه.

د پاکستان لومړی اننګز

پاکستانۍ لوبډلې په خپل لومړي اننګز کې ۳۰۴ منډې کړې وې. په دې کپتان بابر اعظم ۷۸، اغا سلمان ۵۶ او اظهر علي ۴۵ منډې جوړې کړې وې.

د انګلستان له خوا تر ټولو ښه بالنګ جېک لیچ کړی وو چې څلور وکټونه یې اخیستي وو او ریحان احمد بیا دوه پاکستاني لوبغاړي سوځولي وو.

د انګلستان لومړی اننګز

د انګلستان لوبډلې په خپل لومړي اننګز کې ۳۵۴ منډې کړې وې. په دوی کې هېري بروک ۱۱۱، بین فواکس ۶۴ او اولي پاپ ۵۱ منډې کړې وې.

د پاکستان له خوا ابرار احمد او نعمان علي څلور ، څلور وکټې اخیستې وې او محمد وسیم یو لوبغاړی اوټ کړی وو.

د پاکستان دویم اننګز

د پاکستان لوبډلې په خپل دویم اننګز کې ۲۱۶ منډې کړې وې او انګلستان ته یې د ۱۶۷ منډو هدف ورکړی وو. په دې کې بابر اعظم ۵۴، سعود شکیل ۵۳ او عبدالله شفیق ۲۶ منډې کړې وې.

د انګلستان له خوا ریحان احمد پنځه او جېک لیچ درې وکټونه واخیستل. مارک ووډ او جو رووټ یو ، یو پاکستانی لوبغاړی اوټ کړ.

د انګلستان دویم اننګز

د انګلستان لوبډلې د ۱۶۷ منډو هدف تر لاسه کولو لپاره خپل دویم اننګز په ډېره چټکه لوبه پیل کړ خو د ټسټ لوبې د اصولو له مخې ورباندې د هغې ورځې د لوبې وخت ختم شو.

دوی د ډېسېمبر پر ۲۰مه یوازې د دوو لوبغاړو په سر د پاکستان له خوا ورکړل شوی د ۱۶۷ منډو هدف ترلاسه کړ. په دوې کې بین ډوکیټ ۸۲، زېک کراولې ۴۱ او کپتان بین سټوک ۳۵ منډې وکړې.

د پاکستان له خوا ابرار احمد تر نورو ښه ولوبېدی او د انګلستان لوېدلي یوازېني دوه وکټونه، دواړه ده واخیستل.

د لوبې او سېریز غوره لوبغاړی

د دې لوبې تر ټولو د غوره لوبغاړي جایزه د انګلستان هېري بروک ته ورکړل شوه. هغه په لومړي اننګز کې ۱۱۱ منډې کړې وې.

د درې لوبو د لړۍ تر ټولو د غوره لوبغاړي جایزه هم هېري بروک ته ورکړل شوه. هغه په پنځه اننګزه کې تر ټولو زیاتې ۴۶۸ منډې کړې وې.

د انګلستان لوبډلې تر دې وړاندې تر سره شوې دوې ټسټ لوبې هم په څرګند توپیر ګټلې وې. دا لومړی ځل دی چې پاکستان په کور دننه د ټسټ لوبو د یو لړۍ ټولې لوبې بایللې دي.

د پاکستانی لوبغاړي ابرار احمد اعزاز

د پاکستان له خوا ۲۴ کلن ابرار احمد د ټیسټ کرکټ په تاریخ کې تر ټولو په کم عمرۍ کې په یوه اننګر کې د پنځو لوبغاړو سوځولو مهم ریکارډ جوړ کړ.

د پاکستان راتلونکې لوبې

د پاکستان لوبډله به په راتلونکو لوبو کې د نیوزي لېنډ په وړاندې لوبېږي کومه چې له راتلونکې اونۍ د پاکستان سفر کوي.

پاکستان او نیوزي لېنډ به د ډېسېمبر له ۲۶مې د جنورۍ تر ۱۴مې دوې ټسټ او درې یو ورځنۍ لوبې سره کوي.

ټاکل شوې چې د نیوزي لېنډ لوبډله د ۲۰۲۳م کال په اپرېل کې بیا د پنځه ۲۰ اووریزو لوبو لپاره پاکستان ته ورشي.

XS
SM
MD
LG