د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست په تڼو کې ورزشي میله جوړه شوه


د افغانستان د خوست په تڼو ولسوالۍ کې ځوانان د خوسي دودیزه لوبه کوي.
د افغانستان د خوست په تڼو ولسوالۍ کې ځوانان د خوسي دودیزه لوبه کوي.

د افغانستان د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د دره ګي په صحرا کې د یو شمېر دودیزو او پخوانیو لوبو میله جوړه شوه.

د د دې میلې تابیا کوونکو وویل، د دې میلې موخه داده چې دوی د خپلو پلرونو او نیکونو هغه پخوانۍ او سیمه ییزې لوبې راژوندۍ کړي او تر څنګ يې د خلکو تفریح وشي.

په تڼیو کې د ډېسېمبر پر نهمه جوړه شوې دې ورزشي میله کې د ځوانانو لخوا د نیزه وهنې، خوسۍ، چارمغز ګټلو، تېږه اچونې، کبړي، موټرسایکل ځغلونې او د اوسني عصر یو شمېر رزمي لوبې ترسره شوې.

د خوست ورزشي امر عطاالله کډوال مشال راډيو ته وویل، دا دودیزې لوبې دي، چې خلکو لپاره ډېر ارزښت لري، نو ځکه دوی وپتیله، چې د خپلو لرغونو او سیمه ییزو لوبو دود پیاوړی کړي.

د خوست ځوانان دودیزې لوبې کوي
د خوست ځوانان دودیزې لوبې کوي

نوموړي زیاته کړه، "په تڼیو کې مو دا ورزشي نمایشات جوړ کړي، چې د هغې جملې نیزه وهنه ده، موټرسایکل ځغلونه ده، چارمغزو ګټل دي، خوسۍ خوسۍ دودیزه لوبه ده، کبړي ده، تېږه اچونه ده، له دې مو موخه داوه چې ځوانان راپورته شي او خپل پخواني عنعنات بیا راژوندي کړي."

یاده میله د تڼیو د ښاروالۍ او د خوست ورزشي امریت په نووښت د ځايي سوداګرو او پانګوالو په مالي ملاتړ جوړه شوې وه، چې د سلګونو ځايي خلکو سربیره په کې د دې ولایت د نورو سیمو د لوبو مینه والو هم برخه اخیستې وه.

د خوسي، خوسي د سیمه ییزې لوبې لوبغاړي رهي بادشاه وویل، پخوا يې د دې ځای په لوبو کې د خلکو دومره ګڼه ګوڼه او خوښي نه وه لیدلې.

ده زیاته کړه،‌"زموږ د پلرونو او نیکونو پخوانی تاریخ موږ بیا تازه کوو، نوی کوو يې، په کار وه چې په دې ځای کې همدومره ډېر خلک راټول شي، د دوی ساعت تېر شي، زه ډېر خوښ یم ځکه دومره ګڼه ګوڼه ما هيڅ ځای هم نه وه لیدلې، زموږ ډېر ساعت تیر شو، خوسۍ خوسۍ او کبړي، کبړي لوبې مو وکړې."

ځوانان غېږ باسي
ځوانان غېږ باسي

د تڼیو ولسوالۍ لسګونو ورزشکارانو د نورو لوبو پخوا کې د سختو رزمي ورزشي لوبو نمایشات هم ترسره کړل.

دوی ډله ییز وغځیدل، چې ورباندې پوځي رینجر ګاډی تیر شو، موټر سایکل ځغلوونکو د دوی پر سینو موټرسایکلونه وخیږول او د یو شمېر ورزشکارانو پر خیټو د مارتول(لوی څېټک) په واسطه دوې، دوې غټې ډبرې ماتې شوې.

استاد عبدالرحیم عبدل کمنډو چې له کلونو راهیسې په یاده ولسوالۍ لسګونو ځوانانو ته د رزمي لوبو تمرینونه ورکوي وايي، داسې شاګردان لري چې هغوی د سیمې د هېوادونو او نړۍ په کچه لوبې کړې دي.

یو ځوان عصري لوبه کوي
یو ځوان عصري لوبه کوي

ده له ورزشي امریت غوښتنه وکړه، چې دا ډول برنامې روانې وساتي، تر څو ځوانانو سپورټ سره مینه پیدا شي او د دې په واسطه له نشه يي توکو او نورو ټولنیزو بې لاریو وساتل شي.

په دې میله کې د کبړي په زړه پورې لوبې هم ترسره شوې، چې د لیدونکو لپاره ډېرې په زړه پورې وې.

لوبغاړي روف دیوانه د کبړي لوبې د څرنګوالي په اړه وویل، دوه ټیمونه لري چې په هر یو کې اته کسان وي، څلور، څلور میدان ته وځي او هڅه کوي، چې د بل ټیم سیمې ته دننه شي او بیرته ځان ناسوځیدلی خپلې سیمې ته راوباسي.

د خوست د تڼیو ښاروال عثمان حیدر چې د دې لوبو د تابیا کوونکو له ډلې وو، وویل دوی به بیا هم د ځوانانو د یووالي، په ځوانانو کې د ملي فکر د تقویې او سپورټ ته د هغوی د هڅولو لپاره د خوست په نورو سیمو کې هم ورته تفریحي او سپورټي برنامې ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG