د لاسرسي ځای

تازه خبر

نومیالۍ سندرغاړې قمر ګله مړه شوه


مېرمن قمر ګله د افغانستان پېژندل شوې سندرغاړې وه چې په پښتو او دري ژبو یې ډېرې سندرې ویلي دي.
مېرمن قمر ګله د افغانستان پېژندل شوې سندرغاړې وه چې په پښتو او دري ژبو یې ډېرې سندرې ویلي دي.

د افغانستان نومیالۍ سندرغاړې قمر ګله د ډېسېمبر پر نهمه د کاناډا په ټورنټو کې مړه شوه.

د هغې کورنۍ وايي، مېرمن قمر ګله د ناروغۍ له امله د ټورنټو په یوه روغتون کې ساه ورکړې خو دا یې نه دي ویلي چې نوموړې څه ناروغي درلوده.

مېرمن قمر ګله د افغانستان پېژندل شوې سندرغاړې وه چې په پښتو او دري ژبو یې ډېرې سندرې ویلي دي.

قمر ګله د ننګرهار ولایت د کوز کونړ ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکې وه چې په ۷ کلنۍ کې یې په کلیوالي کچه سندرو ویلو ته مخه کړه.

د هغې لومړۍ سندره "په ما مینه سترګې دې سرې دي، نن دې ډېر ژړلي دي دینه" د راډیو افغانستان د څپو له لارې تر خلکو ورسېده او ګڼ مینه وال یې پیدا کړل.

هغې لا دېرش کاله پخوا په راډیو افغانستان کې له ٣٠٠٠ زیاتې سندرې ثبت کړې وې.

نوموړې د خپل هنري ژوند په دې اوږد سفر کې د محمد ظاهرشاه، سردار داود خان، ببرک کارمل او ډاکټر نجیب الله د حکومتونو پر مهال د سندرو ویلو له امله بېلا بېل مډالونه ترلاسه کړي وو.

د دې تر څنګ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نوموړې ته د " بلبلې " لقب ورکړی وو.

مېرمن قمر ګله په افغانستان کې د کورنیو جګړو له امله لومړی پاکستان او بیا له هغه ځایه کاناډا ته کډواله شوې وه.

قمر ګلې له استاد محمد دین زاخېل سره واده کړی چې درې لوڼې او درې زامن لري. زاخېل هم د افغانستان له نامتو سندرغاړو و چې څو کاله مخکې مړ شوی دی. د قمر ګلې زوی ایمل زاخېل هم یو ځوان سندرغاړی دی چې په کاناډا کې ژوند او هنري هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG