د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې ولسي خلکو د غلنګ پل پر جوړولو کار پیل کړ


د غلنګ پر خوړ د پله پر جوړولو به ۲۷ نیم میلیونه افغانۍ لګښت راځي او د جوړولو چارې به یې په یوه کال کې سر ته ورسېږي.
د غلنګ پر خوړ د پله پر جوړولو به ۲۷ نیم میلیونه افغانۍ لګښت راځي او د جوړولو چارې به یې په یوه کال کې سر ته ورسېږي.

د افغانستان د خوست ولایت په موساخېلو ولسوالۍ کې ولسي خلکو د نومبر په ۱۸مه د غلنګ پر خوړ د اينجینرۍ له اصولو سره برابر د اساسي پل جوړولو کار پیل کړ.

دا پل د "حق" په نوم د یوه خیریه بنسټ په نوښت د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو، شتمنو، سوداګرو او مساپرو په مالي مرسته جوړېږي.

اټکل شوی چې د دې پله پر جوړولو به ۲۷ نیم میلیونه افغانۍ لګښت راځي او د جوړولو چارې به یې په یوه کال کې سر ته ورسېږي.

یاده لار، چې په مسیر کې يې دا پل جوړیږي، پکتیا ته غځېدلې او تر ډېره ورباندې د خوست د موساخېلو او قلندر ولسوالیو اوسېدونکي تګ راتګ کوي.

د حق ټولنې غړي باورالدین باوري نن (د نومبر پر ۱۸مه) مشال راډیو ته وویل، د دې پل نقشه او براورد يې د ټولګټو چارو وزارت څخه ترلاسه کړی او د حکومتي اينجینرانو تر نظارت لاندې به يې ودانیزې چارې پرمخ ولاړې شي.

نوموړي زیاته کړه، "د فواید عامې له وزارت څخه مو مکمل ډیزاین او براورد راوړی، د منګلو قوم په مالي ملاتړ او د حق بنسټ په مدیریت جوړېږي."

پر غلنګ خوړ د پل جوړونې د کار د پیل لپاره د نومبر پر ۱۸مه یوه غونډه هم وشوه
پر غلنګ خوړ د پل جوړونې د کار د پیل لپاره د نومبر پر ۱۸مه یوه غونډه هم وشوه

باوري وویل چې مساپر منګل چې په خلیجي هېوادونو، اروپا، امریکا او روسیه کې دي، هغوی هم د دې پل په جوړولو کې د پرلپسې نقدي همکاریو ژمنې کړې دي.

یو قبایلي مشر همیم منګل وايي، یو ځل یې په دې خوړ کې د سېلاب پر وخت موټر په داسې حالت کې بند شوی وو چې د ښځو په ګډون د کورنۍ غړي هم ورسره ول.

خو د ده په وینا، بیا د هغه وخت پوځي سرتېرو د اېم بي ګاډي په واسطه د دوی موټر له ډوبېدو ژغورلی وو.

یو بل قبایلي مشر توریالی منګل وايي چې د غلنګ پل په ځانګړې ډول قلندر او موسا خېلو ولسوالیو د اوسېدونکو لپاره ډېر حیاتي ارزښت لري.

د ده په وینا په باراني او سېلابي موسمونو کې د دوی زده کوونکي له زدکړو، ناروغان له روغتونونو، مامورین له دندو او سوداګر له خپل کاروباره بې برخې پاتې کېږي.

د غلنګ پل د کار د پیل لپاره جوړې شوې غونډې کې یو شمېر سیمه ییزو چارواکو هم ګډون کړی وو.

هغوی په خپلو خبرو کې د ولس دا اقدام وستایه او ډاډ يې ورکړ چې په فني او تخنیکي برخه کې به د کار د کیفیته دوامداره نظارت وکړي.

یاده دې وي، په لویه پکتیا او په ځانګړې ډول خوست کې له ډېر پخوا د پګړو، حشرونو او مرستو د راټولو له لارې د پلونو، پلچکونو، سړکونو، لارو، ویالو او کاریزونو جوړول دود دي.

XS
SM
MD
LG