د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د واليبال درې مياشتنۍ سيالۍ د تڼيو منتخبې لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې


په یادو لوبو کې چې د خوست او پکتیا د والیبال ۵۰ لوبډلو برخه اخیستې وه.
په یادو لوبو کې چې د خوست او پکتیا د والیبال ۵۰ لوبډلو برخه اخیستې وه.

د نومبر په څلورمه ناوخته مازدیګر د خوست د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ په لرې پرته سیمه مکتب بازار کې د "یووالي جام" په نوم د والیبال درې میاشتنۍ لوبې پای ته ورسیدې.

په یادو لوبو کې چې د خوست او پکتیا د والیبال ۵۰ لوبډلو برخه اخیستې وه، پای لوبې ته يې د تڼیو منتخب ټیم او عمري کلب لار ومونده، چې بالاخره د تڼیو منتخب ټیم يې اتلولي وګټله.

د والیبال د دې ټورنامینټ د لوبو د کتلو لپاره هره ورځ د خوست د لرې او نږدې سیمو سلګونه کسان ورتلل او تر ناوخته به د لوبو نندارې ته ناست ول.

د لوبو یو تابیا کوونکي میرولي روحاني مشال راډيو ته وویل، د دې سیمې خلکو له دې مخکې د جګړو له لاسه دا ډول پروګرامونه نه دي لیدلي، خو بیا يې هم لیوالتیا او مینه ډېره ده.

د والیبال مینه وال د لوبې نندارې ته ناست دي.
د والیبال مینه وال د لوبې نندارې ته ناست دي.

نوموړي زیاته کړه: "دلته تقریباً دا ۲۰ کاله هم دومره لوبغاړي نه وو راغلي، د نورو ولسوالیو اوسیدونکي دلته بلد نه وو، هدف مو د ځوانانو یووالی وو، د دې ځای اوسیدونکي هم دا ډول لوبو سره نابلده وو، غوښتنه مو داده چې موږ ته دې میدانونه جوړ شي، باید ښه جمنازیومونه ولرو، دلته خلک د والیبال او نورو لوبو ډېر مینه وال دي، ځکه دلته دا شل کاله کار نه دی شوی او باید نور موږ ته کار وشي."

د صبریو او یعقوبیو اوسیدونکي غوښتنه کوي، چې په دې سیمه کې دې دا ډول نور پروګرامونه هم جوړې شي.

د سیمې اوسیدونکی محمدرحیم رحماني وايي دا خلک له هر ډول پرمختګونو او تفریحي پروګرامونو بې برخې پاتې شوې دي او په کار ده چې پاملرنه ورته ډېره شي.

د لوبې یوه څنډه.
د لوبې یوه څنډه.

د سیمې یو بل اوسیدونکی ګل الرحمان مهجور وايي، د دوی کور په خوست ښار کې دی، خو د لوبې د لیدلو لپاره دلته د صبریو مکتب بازار ته راغلی دی.

نوموړی زیاتوي، سره له دې چې دلته دا شل کاله د جنګونو دلاسه څوک نشو راتللی، خو اوس په دې خوښ دي، چې د خوست له ډېرو سیمو دلته خلک د لوبې د لیدلو او تفریح لپاره ورغلي دي.

د والیبال د ۵۰ لوبډلو تر منځ د سیالیو اتلولي د تڼیو منتخب تیم وګټله.

د یادې لوبډلې یو لوبغاړي رحمان الله وویل، دوی لپاره نه یوازې د ټورنامینټ ګټل یوه خوشالي وه، بلکې دې ته هم خوښ دي چې له کلونو، کلونو وروسته دې سیمې ته راځي او په لوبو کې برخه اخلي.

نوموړي زیاته کړه: "دا۲۰ کاله کیږي چې موږ دې سیمې ته نه یو راغلي، دا اول ځل دی، ډېر خوشال یو او ډېر ښه ټورنامینټ يې په لاره اچولی دی، د صبریو له قوم نه مننه کوو چې موږ ته يې ډېر عزت راکړ او دا لوبې يې په لاره اچولي دي."

د یادو لوبو په مالي لګښت کې ځايي شتمنو او یو شمېر سوداګرو مرسته کړې وه، چې له دې جملې اختر نذیر صبری هم وو. دی وايي، په لومړي ځل د خوست او پکتیا له بیلابیلو سیمو خلک ورغلي او دوی ورته ډېر خوښ دي.

ده هم غوښتنه وکړه، چې د یادې ولسوالۍ په کچه دې د لوبو یو معیاري لوبغالی جوړ شي، تر څو لوبغاړو ته په کې په اساسي ډول د لوبو او تمرینونو زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده په تېرو دوه لسیزو کې په ټوله کې د صبریو او یعقوبیو ولسوالي او په ځانګړې ډول د دې ولسوالۍ لیره پرته سیمه مکتب بازار د سختو جګړو، بریدونو او چاودنو شاهد وو.

ځايي خلک او ځوانان د دوی لیرې پرتې سیمې ته د بیلابیلو ځایونو د خلکو ورتګ ته خوښ دي او د دا ډول نورو تفریحي برنامو د پلي کېدو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG